Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

سيد احمد حيران

داغند د څپو ژبه ( دووهم ) :
سيد احمد حيران د امير محمد زوى، د زابل ولايت د كلات ښار اوسېدونكى دى، چې په 1360ل كال په كې زوكړى دى. اوس مهال د شيخ متيرح عالي لېسې د يوولسم ټولګي زده كوونكى دى. څه له پاسه څلور كاله كېږي، چې شعر ويلو ته يې مخه كړې، چې اكثره وخت غزلونه ليكي. غزلونه يې خوښ هم دي.
كه څه هم زابل ولايت له مطبوعاتي خپرونو او معياري راډيويي نشراتو بې برخې ولايت دى، خو بيا يې هم سړى فطري استعدادونو ته ګوته پر غاښ پاتېږي، ځكه په دغسې لنډو او تنګو شرايطو كې چې دومره تاند شاعرانو او ليكوال په كې وينو، نو زړونه مو ورباندې ډېر ډاډه كېږي. سړى دې دا نه وايي چې كه څوك د كوم ښوونكي تر روزنې لاندې لوى نه شو، هغه به بې استعداده، په ادبي ډګر كې كمزورى وي. د اوسني دولت د پوهنې وزارت د زابل ولايت ښوونځيو ته د پاړسي نصاب كتابونه ورلېږلي دي. حال دا چې پخوانى نصاب يې په پښتو و. اوسنى وزارت غواړي چې د ايران د خوښۍ لپاره پر پښتني سيمو هم نصاب نوى كړي.
د ايران دولت خو هسې هم سينه ډبوي چې غواړي د افغانستان پوهنتونونو او ښوونځوي ته تيار چاپ شوي كتابونه راولېږي، په همدې تړاو يې په مليونونو چاپ شوي كتابونه تيار كړي، كه د حيران غوندې نور ځوانان د خپلو حقوقو د ترلاسه كولو لپاره اقدام ونه كړي، څوك به يې كوي. دا ژبه، ملت او دغه ملي كلتور خو پر موږ ټولو برابر حقوق لري، چې بايد پر ځاى يې كړو. دا به مو ستره بريا وي، چې راروان نسل ته رښتيني خدمتګاران وروزو. نو دا خو د ليكوالو او شاعرانو كار دى، چې د صداقت له مخې اقدام وكړي او داسې څه دې وليكي، چې په هره كرښه كې يې د هېوادپالنې او كلتورپالنې لپاره ډېر څه په كې وي.


بلد
دا ښكلي چې نازونه كړي، نازو سره بلد وي
مين چې زړګى بايلي، له زخمو سره بلد وي
زاهده! زه د مينې په درياب كې يم غرق شوى
مين چې مينه كړي، له ګناهو سره بلد وي
رقيبه! ګوره مه كوه بېځايه هلې- ځلې
عاشق او معشوق دواړه په رازو سره بلد وي
فقير يمه خيرات د پاكې مينې د يار غواړم
حيران غوندې سايل خو له سوالو سره بلد وي.


اوري مې په زړه لكه باران بارن
تل خواږه يادونه د جانان جانان
اوښكې يې لمانځي په بهېدو باندې
ځي لكه سيندونه پر ګرېوان ګرېوان
ليكم حيران دا د جانان سترګو ته
ټول شم ترې لوګى او ترې قربان قربان

څلوريزې
څومره ښكلى مې جانان راته ښكارېږي
لاندې ځمكه پاس اسمان راته ښكارېږي
د زاهد په هلكه بد خوبدونه وينم
په محراب كې يې شيطان راته ښكارېږي


څومره ښكلى دى خمار مې د يار سترګې
ګرځوي پر سر د دار مې د يار سترګې
وي به رنځ خلكو زه خوند ورځنې اخلم
روغ بشر يمه كړي بيمار مې د يار سترګې.

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005