Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-18  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

څلوريزي

څلوريزي
لكه پرخه د هر ګل په شونډو څاڅه
يا نسيم شه د غوټۍ په وربل ناڅه
که هدف دې خپل منزل ته رسيدل وی
وخت د يون دی ای نصرته پاڅه پاڅه
-----
نه بدوو به يو له بل نه زړونه
نه بيلو به يو له پل نه زړونه
مونږ په لوظونو کي دا پريکړه کړې
چي ځاروو به يو له بل نه زړونه
----
څوک چې له مونږ سره ډغرې وهي
هسې له غرونو سره ښکرې وهي
اخر به خاورې شي له خاورو سره
چې له افغان سره  وزرې   وهي
 

امان الله نصرت   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005