پرمخ د هسك سپينې سپېدې شوې، زه لا ستا په تمه
د انتظار سترګې ړندې شوې، زه لا ستا په تمه
پر لويه لار شوم لكه پل ستا و ديدن ته پاته
لاړې اوډرې قافلې شوې، زه لا ستا په تمه
تا مې چې څومره بېدردي مړې تلوسې كړې د زړه
دوى خو د خاورو مېلمنې شوې، زه لا ستا په تمه
چې مې ليدل د تصور پر مړوند ستا په هكله
واړه خوبونه افسانې شوې، زه لا ستا په تمه
ما چې ژړل ستا چې لوزونه د راتلو وو پر خوله
له تا مې هېرې سترګې سرې شوې، زه لا ستا په تمه
بندي په بند د هجر زه يم بوريواله راشه
زنګ مې په پښو كې زولنې شوې، زه لا ستا په تمه.