څړيكې شي، خواږه خواږه دردونه شي
زړه ته چې رايوځاى ستا يادونه شي
ژوند مې كله تنګ كړي، لېونى مې كړي
كله ښايستونه اميدونه شي
هر يو سړي ځان ته رب نيولى دى
ورك دې جنتونه، دوزخونه شي
ټوله شپه بلها شعرونه ياد كړمه
بيا رانه تس نس هغه خيالونه شي
موږ خو به پر چار د محبت كوو
وخت دې تندرونه، تندرونه شي
هسې پيدا شوي يو طاهره موږ
هسې به مو خاورې ارمانونه شي