زړګيه! ستا د ارمانو نړاند مقتل ګورمه
په دې كوڅه كې د تېر شوي اتل پل ګورمه
مينه مرګ نه لري، په دغه عقيده يمه زه
د نفرتونو ښار كې ګرځمه اجل ګورمه
چې ستا ځواني يې د نفاق تيارو كې ولوټله
زړه ته راتېرې هغه ستا د ښكلا غل ګورمه
زلفې د ګوتو په تشكير لكه ايرې وشنه
د يخ وهلي زړه لپاره دې وربل ګورمه
اسمانه! ته هم لكه زه د چا په غم غمجن يې
چې كرۍ شپه دې زه په سترګو كې مشعل ګورمه.