ناز چې يې ملګرى شي، نظر شاعرانه شي
چې هرڅه ته وروګوري ډېر ژر شاعرانه شي
اى خدايه په كورونو كې څاګانې كړې ته وچې
چې پېغلې پرې راټولې شي، ګودر شاعرانه شي
راوړي چې پرښتې يې له اسمانه څاڅكي-څاڅكي
چې تېره وچكالي شي، هر منظر شاعرانه شي
”زما خو په ټپو او په سندرو كې خوند نه وي
دا ستا له خولې چې وځي،تش خبرشاعرانه شي“
كه دښتو كې حيرانه د شپانه شپېلۍ غږېږي
شمشتو كې خو به هر يو مازيګر شاعرانه شي.