ژوند خټه اغږلې
جانانه راشه راشه چې د ژونه سپرلي نیمګړي دي
رنګونه ستړي ستړي دي ګلونه مړي مړي دي
زړګو مو درته اوښکو باندې لارې پاکې کړي دي
عکسونو مو په سترګو کې هندارې پاکې کړي دي
جانانه راشه راشه چې رڼا درته ولاړه ده
ښائست درته په طمع دی ښکلا درته ولاړه ده
\ژوند خټه اغږلې چې ملالې ترینه جوړې کړي
مرغانو ډکي راوړي دي چې ځالې ترېنه جوړې کړي