د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
سيداجان غمخور د محمدجان زوى، په 1335ل كال د زابل ولايت د كلات ښار د لكيكو په كوڅه كې زوكړى دى. لومړنۍ زده كړې يې په خپله سيمه كې ترسره كړې، چې په 1356ل كال د كابل د بدني روزنې له انستيتوټ څخه فارغ شو.
له ډېرو كلونو راهيسې شعرونه ليكي، چې ځينې يې په هېواد ورځپاڼه، طلوع افغان اوونيزه او ښكلا مجله كې چاپ شوي دي. كله- كله نثري ليكنې هم كوي، خو تر دې مهاله كوم چاپ شوى اثر نه لري.
شعرونه يې ساده دي، چې دومره پېچلي ټكي په كې نه شته.
كه څه هم زياتې كړۍ شته چې اوس مهال هڅه كوي، پښتنې سيمې بدرنګې او له تمدن څخه وروسته پاتې معرفي كړي، همدغسې كړيو تل هڅه كړي، چې دغه سيمې وځپي او د پرمختګ لار يې ډب كړي.
خو كه په غور كتنه وكړو، وينو چې دغو سيمو بيا هم خپل برم او پرتم خوندي ساتلى او خپله معنوي ښكلا يې نه ده بايللې.
موږ كه د زابل غوندې ولايت له نورو هېوادونو سره پرتله كړو، چې لا دغه ولايت ته هېڅكله هم د برېښنا مزي نه دي ورغزول شوي، هېڅكله هم نوې لېسې نه دي په كې جوړې شوي، اورګاډي، انټرنټ او داسې نور پرمختللي وسايل په كې نه دي فعال شوي، هېڅكله هم چا هڅه ونه كړه، چې دغو سيمو ته نورې اسانتياوې وربرابرې كړي، خو بيا هم ګورو چې پر دغو سيمو د خداى نظر شته، نه يوازې يې ملي شتوالى نه دى ورك شوى، بلكې لا يې هم په لمن كې ځوان قلموال راټوكېږي، چې په خپله د خپل مټ په زور خپل ملي هويت ځلوي.
له نېكه مرغه چې اوس په دې ولايت كې څو فرهنګي ټولنې فعالې دي، چې د امكاناتو له محدوديت سره- سره يې زيات ادبي او كلتوري كارونه ترسره كړي، دا كار په خپله د دغو ځوانانو ملي احساس او ښه درك څرګندوي. دغو ټولنو زيات ځوان قلموال روزلي، چې د شا و خوا ولايتونو فرهنګوال يو حساب ورباندې كولاى شي.
څار
ډېرې مې څارلې د راتلو لارې
چا دي بندې كړي د كوڅو لارې
زه په سترګو- سترګو كې ترې غلا وكړم
كله چا نيولې دي، د غلو لارې
خير بيا سپېلنى مې كړه، ماڼو مې كړه
يو ځل راته وښيه د زړو لارې
مينه پښتنه ده، ځارېدل غواړي
ځكه مې نيولي د پښتو لارې
چا كړې سيداجان ته له ازغو ډكې
وصل ته د هيلو قافلو لارې.
وروختم
كچكول مې كړ تر څنګ، په زيارتو وروختم
د زلفو خوشبويي راغله، په غرو وروختم
ويده په كې زما غوندې د مينې لېونى و
چې پورته هديره كې په پرو وروختم
جنون غوندې روان يم، لټوم د جانان كلى
پښې يبلى، يو زړه چاودى په ازغو وروختم
سودا مې وه د حسن په صواب او عذاب نه وم
په شنه مازيګري په ګودرو وروختم
دننه مې كوګل كې زخمي زړه شو په ترپكو
چې كله مې د ښكلي يار په پلو وروختم
په شوخو- شوخو سترګو راته ښه ګوره رقيبه!
چې څنګه سيداجان په سرو لمبو وروختم.