غزل
زه چي په زړه كي ډېره مينه د خپل يار لرمه
ورك مي شو توان له غمه نه صبر نه قرار لرمه
په خوله خندا لكه انار زړګى مي ډك له وينو
په مخ تازه يم لكه ګل په پښه كي خار لرمه
نوره مي پاته حوصله نه شوه په غم كي د يار
دماغ ضعيف شو سر له وچ درده بېمار لرمه
كه تماشه د ګلستان كوې راځه زړه وړنكې
د بېلتون داغ دي په سينه كي لاله زار لرمه
يو وار به درشم كه مي نه شړې له خپله دره
د زړه پټ حال به درښكاره كړم دومره كار لرمه
د سترګو تور مي واړه سپين شوه د ليدو په هيله
كله به راشې زه (مخلص) دي انتظار لرمه