غزل
تا ته به ياد يمه كه هېر ما ته هر دم يادېږې
د ژوندون رنګه په هر ساه كي مي قسم يادېږې
څنګه به هېره ستا وينا كي دا غونچې د شعور
چي كله وږم د بهار كله سرګم يادېږې
ستا د موسكا په ګلدرو كي و سېلاب د سُرور
ځكه بېديا كي د سينې آب زم_زم يادېږې
زه د رنځورو ارمانو په ولولو څه وكړم
چي ته درمل ته مسيحا او ته همدم يادېږې
كه د لانده ګرېوان پر مځكه راغى لمر د مهر
نو پوه يم بيا مي د خوږمن زړګي پر چم يادېږې
او كه صحرا د بېلتانه كي شوم په لاس د اغيار
د وصل باغه په كاله كي مي برهم يادېږې
نن چي په شور د لېونتوب درځم رڼا ته د هوش
زموږ د سوځلو په كوګل كي ته صنم يادېږې
كله دي ښه ايسي وړوكى داغ پر ښار د ښكلا
د زړه پرهاره د جانان پر كوڅه كم يادېږدې