Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-30  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

حبيب الرحمن ابراهيمي

حبيب الرحمن ابراهيمي دمحمد ابراهيمي خان زوي   درودګو ولايت
دسيدابادولسوالۍ دکوهګرد دکلي اوسيدونکي دى چې په ١٣٥٦ کال کې  دزابل ولايت دقلات په  ښارکې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي .
لومړنۍ زده کړې يې تردرېم ټولګې پورې په خپل کور کې دخپل پلار څخه او پاتي  زده کړې مې دکوهګر د دانصارالمومنين په لومړنۍ ښوونځي کې کړې دي ،منځنۍ  اوثانوي زده کړې يې دشش کلا دانصارالمومنين په عالي ليسه کې په ١٣٧٤ کال کې پاي ته رسولې دي  .
په ١٣٧٥ کال کې دکانکور دازموينې له تېرولو څخه ورسته  دکابل پوهنتون ته بريالى دشرعياتو پوهنځي ته بريالى شو، خو ديو لړ کورنيو او  وټييزو ستونزو له امله يې ونه شو کولاى چې خپلې زدکړې بشپړې کړي. خو تر دې وروسته يې دباندنيو چارو وزرات دډيپلوماسې انستيتيوت کې په زدکړو  پيل وکړ او ١٣٨٠ کال  کې يې له دغه انستيوټ ديپلوم تر لاسه کړ.
ابراهيمي دجګړې اوسولې دنړيوال  انستيتوت ، اودميډياانټرنيشنل چې خبريالان يې تر بيه کول تر پنځلسو نه زياتو اوږدمهاله او لنډمهاله ورکشاپونو کې دژورناليزم په اړه زدکړې کړې دي .
ابراهيمي دڅلورو کلونو لپاره دهېواد دعدلې وزارت دفرهنګي څانګې دمسول په توګه هم پاتې شوى دى .
د جنګ اوسولې دنړيوال انستيتيوت سره يې  دژورناليزم په برخه کې دوه کاله دخبريال په توګه کارکړي .
ددي ترڅنګ يې دجګړې اوسولې دانستيتيوت سره دوه کاله دخپلواک  خبريال ،دکابل اونيزي سره دپښتود خبريال په توګه ،دملالى مجلې سره  هم دخبريال، په فرانسوي انګلسي اوپښتو اودري ژبه خپريدونکي مياشتنې کابول نيول مجلې سره دازاد خبريال په توګه،دغه راز يې دڅه مودې لپاره  داينې دمطبوعاتې او کلتوري دفتر اړوند دفرانسې دراديويې يونټ سره دخبريال په توګه  هم دنده تر سره کړې ده، او له کله نه چې پژواک خبري اژانس جوړ شوى دى نو دى ورسره په کابل کې دخبريال په توګه تر اوسه پورې په کار بوخت دى . 

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005