غزل
د کوم چا په تورو څڼو کې اسیر دي
لا تړلي مې خیالونه په زنځیر دي
چې له زخم نه یې باسمه مړ کیږم
ای! دا څه کوډې دې کړې پخپل تیر دي
د باچا د دربار سپي راپسې غاپي
چې اخیستې مې ښیرې د کوم فقیر دي
د رنګین کمان ګنبدې هم شوې خلاصې
لا نیمګړي دې رنګونه د تصویر دي
زما ژوند د یوسف خوب دی راته ګوره
ستا خو سترګې کتابونه دتعبیر دي
پسرلی دې له خپل ځان سره خندا کا
دلته خلق پخپل غم دي پخپل ویر دي
کوم ګمنام ملنګ دعا ده درته کړې
سرودونه دې
درمله عالمګیر دي