د اغند دڅپوژبه ( دوهم ):
سيد اغا ستانكزى د الحاج ډاكټر غلام دستګير ستانكزي زوى، په 1356ل كال د زابل ولايت كلات ښار اوسېدونكى دى، چې اوس په همدغه ښار كې د شيخ متيرح لېسې د يوولسم ټولګي زده كوونكى دى. يو كال كېږي، چې د شعر نړۍ ته يې مخه كړې او تر دې مهاله يې د ګوتو په شمېر شعرونه ليكلي دي.
كه څه هم هنري ډګر يې نه دى پرېښى، د دې تر څنګ د يوه دوا جوړوونكي (فارمسسټ) د مرستيال په توګه هم دنده ترسره كوي. يوه هيله يې دا ده چې د نورو سرلارو شاعرانو له لارښوونو څخه برخمن شي، دغه راز دې ورسره قلمي اړيكي ولري. ځكه د ده همدا هيله ده چې د شاعرانو او ليكوالو تر منځ پرتې فاصلې رالنډې شي، چې په دې توګه يې ترمنځ كلتوري اړيكي او ادبي كيفيتونه سره شريك شي. رښتيا هم چې د ولايتونو د ليكوالو او فرهنګپالو ترمنځ اړيكي ايله اوس لږ څه قوي شوي، پخوا به ليكوالان د ګوتو په شمار وو، چې هغه به هم يوازې په ښاري سيمو كې مېشت وو، خو اوس بيا هم عملاً وينو چې د ليريو پرتو ولايتونو ليكوالان او شاعرانو له ښارمېشتو خپرونو سره هم قلمي اړيكه ساتلاى شي.
كه څه هم پوستي امكانات ډېر محدود دي. هغه د يوه ليكوال خبره: پښتو ژبه اوس د هوسۍ په څېر له ښارونو څخه تښتېدلې او تورو غرونو ته يې پناه وړې ده، ځكه چې پوهېږي څوك يې په ښار كې قدر نه كوي، همدا دنګ غرونه او غرني خلك دي، چې پالنه او ساتنه يې كوي. زموږ ښارونه خو ورځ په ورځ بې پښتو كېږي. زموږ پښتانه چې ښارمېشتي شي او يا هم لږ ماړه شي، نو پښتو او پښتنو ته شا اړوي او هېڅ پسې سر نه ګرځوي. همدا د غرونو خلك به پښتو ګټي او يو وخت به يې د پراختيا او پرمختيا لپاره ستر اوښتون رامنځته كوي.
ستانكزى هم د غره سړى دى او باور لرو چې دى به هم د پښتو د پالنې لپاره مټې رانغاړي او دى به د پښتو پالنه كوي، خپله انرژي به په دې نه لګوي چې د نورو ژبو ويونكي سپك كړي، يا يې هم وغندي.
شعر يې روان، ساده او ښكلى دى، موضوعات يې هم ښه په كې رااخيستي دي.
ګل غوندې زړګى
ما درته د ګل غوندې زړګى دركړ
تا راته په لاس كې سخت اغزى راكړ
ما د ښايستې خولګۍ غوښتنه كړه
تا راته عوض كې خپل بنګړى راكړ
زه دې د سپين مخ په تمه ناست ومه
تا راته بدل كې شين منګى راكړ
زه له تا نه مينه، محبت غواړم
تا خو له هرڅه نه خپل ټيكرى راكړ
زه دې د خمارو سترګو جنګ ګورم
تا له ډېره شرمه يو موسكى راكړ
ما درنه د ټول جهان خواهش وكړ
تا راته حضور كې ستانكزى راكړ.
مين
چې مين له دې دردو سره بلد دى
نو يتيم له ژړېدو سره بلد دى
نن دې وهم او څه ډار اثر پرې نه كا
چې يوسف په زندانو سره بلد دى
د كفارو له لښكرو ويده نه كړو
دا وطن له نړېدو سره بلد دى
ډېرې زياتې قربيانيانې يې ترې يووړې
اوس مو كور له جنازو سره بلد دى
د پاچا زولنې هېڅ پروا پرې نه كا
چې منصور له غرغرو سره بلد دى
جادوګر رقيبه! نورې هڅې مه كړه
ستانكزى دې له چلو سره بلد دى.
---------------------------------------------
1383ل كال، د روژې لومړۍ ورځ
پر دغه لاره
ځان ته ژاړم، يم روان پر دغه لاره
رايادېږي ستا ارمان پر دغه لاره
سترګې ژاړي زړګى غم كړي په كوګل كې
د غمونو دى باران پر دغه لاره
ډېر بچيان يې د وطن وو قتل كړي
وليد ما، داسې انسان پر دغه لاره
هر جرس يې د غزلو يو غزل دى
معلومېږي يو كاروان پر دغه لاره
دريابونه به كړي سختې لمبې پورته
چې ښكاره نه كړې پېزوان پر دغه لاره
ستانكزى دى له مداره پسې وتى
لكه ستورى سرګردانه پر دغه لاره.
--------------------------------------------------
1382ل كال، د زابل- كندهار لويه لار.