د اغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
سيد محمد سنګين د شېرمحمد زوى وى په 1357ل/1978م كال د پښين په مچان نومي كلي كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر ماسټرۍ پورې رسولې دي. له سندرو ويلو سره هم مينه لري او خپله هم په دې برخه كې تجربې ترلاسه كوي. د دې ترڅنګ ”د پښتو ادبي ستورو“ ټولنې غړى هم دى. هغه د دې ټولنې په بركت ډېر څه زده كړي او ښايي نور څه هم ترې ترلاسه كړي. ځكه دغه ډول ټولنې د ځوانانو په روزنه، پارونه او د اړيكو په ټينګولو كې اغېزناكې تمامېږي.
بيا په يوه داسې سيمه كې خو يې اغېز خود جوت وي چې د نورو ژبو ستم پرې واكمن وي، خو پښتانه لا په كې د خپلې ژبې پالنې ته ملاوې تړي.
سيد محمد سنګين يو سنګين شخصيت او ولسي شاعر دى، چې د ولسي شاعرانو ستره ځانګړنه په كې پرته ده او هغه دا په ده كې اخلاص او له مصنوعي حركتونو څخه پاكوالى دى، چې د ده دغه عادت او جلال ډېر په زړه پورې دى.
هر چا ته خپل شعر ګران وي، ګنې پيرمحمد كاكړ به نه ويل چې ”په همعصرو كې مې خوښ دى د ځان شعر“ هر شاعر بويه د خپل شعر په هنداره كې راڅرګند شي. د يوه شعر د ښه والي او بدوالي د ټاكنې يا پرېكړې مسووليت په نورو پورې اړه نه لري، يوازې دې هغه كسان دا پرېكړه وكړيو چې په كره كتنه كې يې خپل نبوغ ثابت كړى وي.
راشئ دومره قرباني خو وكړو چې هر انسان ته لږتر لږه د بيان حق خو وركړو. كله چې مو هر ځوان ته د خبرو وخت وركړو، بيا به د ښو او بدو پرېكړه هم اسانه شي. هم به د نيوكې زغم زيات شي او هېڅوك به هم د بل چا په غوره نيوكه نه خوابدى كېږي.
كه سنګين هم د ښو شاعرانو په ليكې پسې ځي او يا هم له ځينو نورو شاعرانو اغېزمن ښكاري، دا د ده ذهني تمايل دى، هېڅ يو داسې شاعر به نه وي، چې له خپلو مخكېنيو شاعرانو څخه يې الهام نه وي اخيستى، يا يې هم د هغوى مرسته نه وي ترلاسه كړې، خو وخت شته اوتر څه مودې وروسته به دى هم خپل تګلورى په نخښه كړي.
تورې سترګې
ما چې په خوب جانانه! وليدې ستا تورې سترګې
زړه پرې مين شو اوس مې نه خوښېږي نورې سترګې
ثاني دې نه شته پرجهان زما د سترګو توره؟
شپه و ورځ ګرځي زما تر سترګو دورې- دورې سترګې
په يو ديدن پسې دې ګرځم همېشه ناكرار
ولې مې نه شوې په نظر ستا غټې بورې سترګې
د خداى لپاره يو نظر راباندې وكړه ګله!
په ژړا اړوم صنمه! ستا پر لوري سترګې
سنګين دى ناست په اندېښنو كې په ځان نه پوهېږم
زما مجنون غوندې په عشق كې شوې كمزورې سترګې.
د فكر ټال
خوار مين دې ژاړي چې يې زړه تا ته دركړى دى
ولې سم نه ګورې، راشه كوم قصور مې كړى دى
اوښكې مې تر سترګو ځي، بهېږي د ګرېوان پر لور
غواړم دې نظر ګله! ما زړه پر تا بايللى دى
تېر تر نام و ننګه شوم ناترسه! په يارۍ كې دې
زړه مې په كوګل كې ناارامه ژړېدلى دى
لاس د وفا راكړه جفا مه كوه، وفا وكړه
غم د بېلتانه مې ټول بدن په اور سوځلى دى
ستا مينې له ما نه پاتې خپل كلى او كور كړلو
سيد محمد سنګين تا په فكرو كې زنګولى دى.