Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-08-24  م  خپرندوی : ډاکټر حمید شجاع ځاځی چا پي بڼه

دوه غزلې

غزل

د خپلو برګو سترګو زور ته کړه حیرانې شیبې

په څنګ وروګوره او تم کړه دا روانې شیبې

 

تا ترې نانځکې جوړولې ،ما د شګو محل

های ! اوس مو وتې دي له لاسه ماشومانې شیبې

 

مونږ زنځیرونه ډیر ورواچول د سپینو اوښکو

خو بیا مو هم ایسارې نه کړې پهلوانې شیبې

 

ستا مخ او څڼې لکه غبرګې معجزې د موسی

ته به کړې ډیرې د زړه سره مسلمانې شیبې

 

زما یوسفه ! په یوه جلوه یې زړونه سپین کړه

زما په سپین زړه به تر څو وي بدګمانې شیبې

 

زه به ژوند ګرانه نذرانه کړم ستا یوه نظر ته

نه دي پر ما د ژوند پرستو په څیر ګرانې شیبې

 

مونږ یې چې دل کړو د شینکي اسمان تر ژرندې لاندې

وي دې درمله تر ابده سرګردانې شیبې

****

 

غزل

دومره هم مه راخوږیږه چې لاس واخلم له سندرو
شپیلۍ تشه له نغمو شي ،چې شي ډکه له شکرو
 
تا چې کله خوله پرانیستې په وړو وړو خبرو
هیڅ ارزښت په ښار کې نشته د آبدارو ملغلرو

کله کله خو ستا سترګې ستا د زړه خبرې راوړي
دا بازان هم کله کله کا خویونه د کوترو

ټوله شپه مې وي د شمعو د جلوؤ قلم په لاس کې
افسانې لیکم د سویو پتنګانو پر وزرو

په پردي وطن کې ستا د تورو څڼو په شغ پایو
ګني نه هغه اسمان شته اونه غرونه د نښترو

 

احسان الله درمل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005