د اغند دڅپو ژبه ( درهم ) :
سيد نجم الدين جريق د سيد احمد شاه زوى په 1343ل كال د غزني ولايت، واغز ولسوالۍ د نظرخان سيمې په چارده كلي كې زېږېدلى دى. تر خپل كشري ورور (سيدشاه مهتاب) يې يو كال وروسته يانې له 1999م كال راهيسې شعر ليكلو ته مخه كړې، چې تر دې ګړيه يې ډېر شعرونه ليكلي دي. د دې ترڅنګ د يوه بااحساسه ښوونكي په توګه هم دنده ترسره كوي. د استاد ګل پاچا الفت او پير محمد كاروان شعرونه يې خوښېږي او د ده په هڅونه كې علي محمد سباوون ډېر زيار كښلى دى، چې د هغه زيار د ستاينې او مننې وړ دى. په كار ده چې داسې نور كسان هم رااوچت شي او په ښه نيت ځوان هنرمندان وهڅوي، لار ورته وښيي او همكاري يې وكړي.
جريق هم د شعر لږه تجربه لري، ځكه پنځه كاله كېږي چې د شعر شنو ورشو ته يې ګام ايښى او لا يې ډېر مزلونه لنډ كړي نه دي. كه چېرې يې له هنر او شعر سره مينه همداسې توده پاتې شوه، نو شاعري به يې نوره هم له ښكلا او جذابيت څخه برخمنه شي، ځكه چې دى د ښه هنر د پنځونې او ځلونې لپاره پياوړى هنري مټ او استعداد لري. دى په يوې داسې سيمې پورې اړه لري، چې په ګڼو وياړمنو شخصيتونو ښكلې او رنګينه ده. غزني خو يو داسې ولايت دى، چې يو مهال يې د فرهنګ د سترې زانګو ارزښت لاره، اوس هم د د اسې اشخاصو مزارونه په كې شته، چې دغه ولايت ته يې نور لوړ نوم هم وركړى دى.
كه چېرې يې اوسني ځوانان رااوچت شي او له ځانه سره يو ادبي بهير راژوندى كړي، نو كېدى شي چې هغه پخوانى عظمت او برم بيا په كې ژوندى او څپاند شي.
جريق شفاف احساسات او نرم مزاج لري، هرې پېښې ته په ژور نظر ګوري، د هر شاعر په شان يې زړه له وړو پېښو اغېز اخلي او په ډېرو كوچنيو واقعاتو اغېزمن كېږي. دا د هر شاعر خصلت دىو چې زړه يې ماشوم وي او د ډېرو وړو پېښو په وړاندې غبرګون ښيي.
راځئ
راځئ چې سره كښېنو، سر كړو پټ د ناوكۍ
دنيا سره چې سياله كړو د حُسن ښاپېرۍ
سرتوره او پښې يبلې په ژړا يې سترګې سرې
شين خال به ورته كښېږدو، بل پر غاړه غاړګۍ
جهان نه بېله شوې هلته ناسته كناره
سور شال به ور پر سر وركړو چې شي پوره خواركۍ
غمونو ده ځپلې، ده په زړه باندې زخمي
ټكور به ورله كړو چې شي ښاده ملالۍ
پېزوان يې د سرو سپينو، ده په غاړه يې اوږۍ
زرين تاج ورته جوړ كړو باندې كښېږدو پالوۍ
حافظه ده، عالمه ده، حسينه، هم دانا
خدمت يې په موږ فرض دى، دا له اصله شازادګۍ
اى وروڼو! سره يو شئ، له نفاقه شئ په څنګ
ګلونه ورته كښېږدئ په وربل د شين خالۍ
جريقه! قلم كښېږده، لاس كړه پورته په دعا
په سترګو يې ړانده كړې، چې كړي لوبې په ځوانۍ.
2001_6_2م كال، كټوۍ كمپ
مېلمانه
ساقي! راوړه جامونه تشنګان دې مېلمانه دي
په مينه باندې مست، څو لېونيان دې مېلمانه دي
د زړه په قدمونو يو ستا كلي ته راغلي
د هجر په لمبو سوي ځوانان دې مېلمانه دي
مزلونه مو وهلي، د عقابو په تلاش كې
له ژونده لاس په سر ستړي ستومان دې مېلمانه دي
راغلي په جرګه يو ستا د مينې ميكدې ته
راوړي مو څو سواله، سايلان دې مېلمانه دي
له اصله شازادګان يو، خو بې تاجه يو راوتي
د فكر په ټال زانګو، دروېشان دې مېلمانه دي
پرون مو لا اغوستې سره قبا وه د بخملو
جامو د فقيرۍ كې نن شاهان دې مېلمانه دې
دا مه وايه چې څوك يې او له كومه يې راغلى
جريق سره ملګري، اديبان دې مېلمانه دي.
2001_2_22م كال، كټوۍ كمپ
لټون
لكه مجنون سر په بيابان يمه ليلا لټوم
ګرځم باغچو كې په ګلپاڼو كې اشنا لټوم
اوښكې مې څاڅي له لېمو نه مرغلرو غوندې
د مينې اور مې په زړه بل، اب و هوا لټوم
ستا د فراق په لمبو وسوم ياره لولپه شوم
لكه پتنګ بلو ډېوو كې سرپنا لټوم
په زړه زخمي لكه بورا يمه د ګل په مينه
څنګ د اغزيو كې مسكن ګل د وفا لټوم
زه يم شبنم يوه شېبه د ګل پر پاڼو كښېنم
نور د سفر پر نيلي سپور لار د بقا لټوم
زليخا هار شوه د يوسف پر غاړه وزنګېده
زه لا تيارو كې د كنعان يمه، سبا لټوم
د شېرينو لاسونه سره شول د مومن په وينو
جريق په دښته كې ايسار يم اژدها لټوم.