Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-09-09  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د ولي عبدالله ناروغ شعرونه

 

غزل
 پسرلی دی که ناله د زړو رباب

که حکمت په حقيقت ايښی دی نقاب

غره رغونه د بوډۍ په ټال زنګيږي

نوبهار دی که په خوب وينم سراب

چي نظر مي د بهار په پاڼو کښيني

لکه ناست په جای نماز لولم کتاب

چي له ګل او له بلبل سره شوخي کا

راته ښکاري چي ښکلا وړﺉ سېلاب

لاله زار مي تورو سترګو کي اغزي شي

يادوي راته دخپل کلي خوناب

پسرلی او خزان دواړه راته يو دي

له قسمته راته څاڅي التهاب

حسادت مي په زړګي باندي يرغل کا

لړزوي مي دغليم دباغ ګلاب

پښتون  سر مي راته وايي چي راپاڅه

په دامات وزر دي جوړ کړه پرې خوناب

مابه هيري کارنامې وای تازه کړي

که دخپل پښتون په اور نه واﺉ کباب

خوږ نوروز مي دغليم په درويزه شو

خدايه تور مخ ته مي ته راوړې حجاب

( ولي عبدالله - ناروغ  ) لندن

----------------

رياکاره اشنا ته !
يوتصوير د پرنګي په تلويزيون کي له کابله
لکه سور ټپ دناسور چي غوړېدلی وي په سترګو
توري دوړي په کوڅو کي ځغلېدلي
دمسجد او ميخانې توپير يې نه وو
دواړه زړونه په ګوليو لګيدلي
رياکار اشنا مي اوښکي تويولې ، دايې ويلې :
دغه شاړي چي يې ګورﺉ
دهلال په څېر سپوږمۍ وه
د ښارونو ښاپيرۍ وه
دهرچا دلاس ګوډۍ شوه
دا بې شرمه ، دا بربنډه
لا مذهبه کنچنۍ شوه
پاک الله ورته غصه شو
دغه شاړي چي يې ګورﺉ
يو بڅرکی له دې دوړ و راښکاره سو
يوه پيغله ښاپيرۍ شوه
سره لاسونه ، توري سترګي
سېنګار شوې ناوکۍ شوه
دکابل داور سپرغۍ شوه
په خبرو باندي راغله
دايې ووې :
په خوږو خوږو خبرو
دکوډګرو په دمونو به جوړ نه شي زما ټپونه
رياکاره اشنا ولي په ماژاړې ؟
ته خنجر يې ته مرهم يې
کله زهر کله عسل يې
ماکتل چي تا وژلم
دغه څنګه يارانه ده
کله خاندې کله ژاړې
رياکاره اشنا، بس کړه تهمتونه .
ولي عبدلله - ناروغ لندن 08-09-2000

--------------------------

پېغور  

اې زما وطنه !

زما تنه زماتقديره

تاکي مي يوه شېبه خوږه نه شوه

ولي مي يادېږې ته ؟

اې زما وطنه

------

ستا په کومه څنډه کي

ستا په تاترو او جګو غرونو کي

ستا په کنډوالو او په سيندنو کي

کله پورته شوې د شپېلۍ نغمې ؟

هسي د پيړيو ګوزارونه يې

شرنګ د توري رنګ د ويني

هسي سره رودونه يې

اې زما وطنه .

-----

اې زماوطنه يوه هسي هذيره يې ته

تندر يې ، برېښنايې و د باروتو سره لمبه يې ته

تاته شرميدلي دوزخونه دي

ولي مي ياديږې ته ؟

اې زما وطنه .

----

هسي سور ټټر يې

د سوسمارو په غاښونو ، د بې ننګو په لاسونو کي

اې د ناسور ټپه ، مه مي بوله سرومنګولو ته

ولي مي يادېږې ته

اې زما وطنه .

ولي عبدالله - ناروغ  ( لندن )

08-08-1995

-------------------


غزل
 

زه چي کوچنی ومه لېندۍ مي ويشتې

څه به چونګښي څه مرغۍ مي ويشتې

کله به ځالو ته په ونو ختم

له سپو نېولې تر هيلې مي ويشتې

زموږ دانګړ او د بام هيڅ مه پوښته

کوټه کي ناست وم تر کړکۍ مي ويشتې

دکلي چرګ او هلک هيڅ وو راته

له خپلي موره  تر  انۍ مي ويشتې

د سپيده داغ  اذان به وپاڅولم

دتورماښام تر تروږمۍ مي ويشتې

زما دميني لمن پراخه شوله

ټوپک مي واخيست په مرمۍ مي ويشتې

له ګاونډيانو به پرېمانه راتلې

نور نو ملا شوم توغندۍ مي ويشتې

11-06-2004 لندن  ( ولي عبدالله - ناروغ )

------------------

کابل
 

داسي وخت به راروان وي په کابل

چي ټپوس به کړي نخرې لکه بلبل

هر سهار به لاس په نام پاڅي له خوبه

لمر به سوړ وي راروان لکه بسمل

خپل کور کي به بې کوره لاس ترزني

غليمان به درته خاندي لکه ګل

د خوشحال د يوان به دوړو لاندي باروي

غلامان به غوړوي چپه کاکل

په خطبه کي به يې بولي دخدای سيوری

په ښي لاس به کړي له چپي خوا ليکل

هره خوا به ايينه غوندي ځليږي

ته به ځان ته پکښي ګورې لکه بل

09-06-2005 لندن
 

---------------------


  څلوريزي  

دجهاد دفتر په لاس راغلی يارانو

لس په سلو کي سوچه مسلمانان

نوي نور يې بې خبره دي له ځانه

څه يې غله څه په کاسه د پاکستان

*  *  *

دجهاد دفتر مي پرانيست په لندن کي

لس په سلو کي پردي ، نوي افغان

جنګيالي يې خړ خټګر او طالبان

امامان يې سرتر پايه پرنګيان

  *  *  *

دجهاد دروژه ماتي په محال

څه روټۍ او په کاسه کي مو شنه دال

ځوانان تللي ، کلی کور مو سوځېدلی

پرنګی کړي ناروا  دا مو احوال    ( ملا سپور )

  *   *   *

چي جهاد ورته ګټلی وي پرنګ

مخ يې تور وي هميشه دسکور په رنګ

د شهيد دسقاط په ورځ به غرغړې کړي

خو په خوله به يې رانه شي نام اوننګ

  *   *   *

ولی عبدالله - ناروغ        ( لندن )
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005