Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-10-02  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

مچلغې

مچلغې
  
 له دواړو خواوو څخه يې پيسې واخېستلې او ورته يې دجرګې دنېټې دټاکلو لپاره سبا دبيا راتګ ويناوکړه . د دوی له تللو وروسته دواړه اړخيزه جرګه مارو په دغو پيسوله دوی څخه په پټه دګډبارګين جوړولو پرېکړه وکړه، سبا دوی پخپل وخت حاضرشول او دجرګه مارو دجوړکړي پلان له مخې ورته وويل شول چې بايد لومړی له حکومت څخه دجرګې کولو کارخلاص اوبيا به يې دوی جرګه کوي.دوی هم همداسې وکړل او دولسوالۍ په لور وخوځېدل،د ولسوال صيب هم غوا لنګه شوه او په بېلابېلو وختونو کې به يې له يوې يوې ډلې سره ځانګړې کتنې کولې.دواړه ډلې له نورو زياتو ګرځېدلو څخه په تنګ راغلې وې خو دولسوال صيب دغيرت او پښتو خبرو يې دماغزو پرپخوانيو بلو اورونو لکه دتېلو پاشلو اغېز ښندلی وه او ورځ په ورځ يې په هرقيمت دځمکې دګټلو هوډ نورهم غښتلی کېده او دذهني قصد او کينې ټول جګړه مار يې لاس په لرګيو دتربګنۍ پرپولو لک ولاړ ول. هره ډله پسخېدله او ګواښېدله،يوه ورځ داسې وشول چې ولسوال صيب دوالي صيب لخوا دکوم ضروري کار لپاره وغوښتل شو او خپلې ټاکلې ژمنې ته راونه رسېده،داخبره ددې لامل شوه چې دواړه ډلې سره مخامخ شوې او پخپلو کې دولسوالۍ په انګړ کې سره ونښتې ديوڅه وخت اخ وډب نه وروسته دولسوالۍ دڅارندويانو لخوا دې ته حاضرشول چې همدلته سره يوځای کېني اوهر څنګه چې وي خپله پرېکړه وکړي! همداسې وشول دولسوال تر راتګه يې خپلمنځي لانجه همدلته هواره کړه او دواړه ډلې پدې پرېکړه راضي شولې، دوی دجګېدو په حال کې وو چې ولسوال صيب راورسېده، چا د دوی له روغې خبر کړ ټول څارندويان يې راوغوښتل او له خپلو دندو يې ګوښه کړل  او دواړو ډلو ته يې دپرېکړې دنه منلو څرګندونه وکړه دوی ايله وپوهېدل چې د ولسوال صيب په اوړو کې هم شګه شته او په همدغه پرېکړه يې غوڅه پرېکړه وکړه اويو له بل سره يې لاسونه ورکړل او خپلو کورونو ته روان شول، په کليو کې هم خوشالي جوړه شوه او هرکليوال غوړېدلی او خوشاله برېښېده. پخوا چې په کلي کې کوچنيانو دځمکې دګټلو خبرې اورېدلې او هم يې په ژبه زمزمه کولې نو اوس يې دکليوالو له يو څو واره تګ نه وروسته دمچلغې دراوړلو ټپه پرژبه تکراروله.دپنجشنبې ورځ وه ښوونځی دوخته رخصت شو او کليوالو چې له جرګه مارو څخه دمچلغې په پيسو کې په بازار کې له جوړ کړي نوي بارګين څخه نوې غواګۍ موټر راوستې وې. کله چې دکلي په حدودو کې غواګۍ راڅرګندې شوې او دښوونځي ماشومانو وليدې نو په يو وار يې نارې کړې (( کليوالو مچلغې راوستې)) دښوونځي ښوونکيو په کړس کړس خندل خو هلکانو په منډو کې هم همدا نارې زمزمه کولې.
 کابل- افغانستان

ډاکټر تکل عبدالرحيمزی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005