Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-10-12  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دعبدالرحمان غضري شعرونه


 وریښمینه مستې 
 یوڅوک په شپه کې راشي دخبروچل راښي
 خوږه خوږه غږیږي دشکروچل راښي
 لاسونه زماترغاړه لکه دوه دایرې تاوکړښي
 په سترګو دبنګال دجادوګروچل راښي
 یوڅولحظې دخم په څیروریښمینه مستې راکړي
 بیاتکه سره سپرغۍ شي دمجمروچل راښي
 دسپینواوښکوڅاڅکی یې دکسیوپه اینوکې
 کرار کرار په رمزدملغروچل راښي
 تکل دپیغلتوب یې ښایې زمادحس پاڅون وي
 تنکی سهاریې څڼې دعمبروچل راښي
 یوه ورځ به مې سندرې دچاښکلې شونډې روي
 جانانه ستایادونه دسندروچل راښي
 پرون خویې دیاردیدن ته سترګې نذرانه وي
 نن بیاولې زړګی دمروروچل راښي
 دښار رڼاته نه ځم زه له سپینوشپو ویریږم
 داغرغضري ښه دی دنښتروچل راښي


 فرواز

 ځان رانه ورک دی زه په ورکوکې خپل ځان لټوم
 په سیندلاهوقسمت څپه کې دطوپان لټوم
 دزړه کعبې نه مې چاپره لپه دعاوي وړې
 شک مې په دواړودی کافراومسلمان لټوم
 خلک جانان پسي جانان وطنه کډه وکړي
 زه دجانان په غیږ کې ګرزمه جانان لټوم
 وزردي وسوځي د دردخبره چاکړیې ده
 زه خوفروازغواړم دهسک زړه کې مکان لټوم
 دمرګ استازي دې زمادنیټې پاڼه ګوري
 زه به دژوندستوري ته نور دښکلاتوان لټوم
 شیخه هغلته مې دیارپه بارخوخال تخناو
 دلته راغلی یم په سپاروکې ایمان لټوم
 منظورمې داوي چې غزل ته به تعویذ پري وکړم
 کله نرګس کله چنارګورم کاروان لټوم
 دالیونتوب مې غضري دزړه ارمان ته ورته
 چې هرارمان ته په ارمان ارمان ارمان لټوم


 وریښمین کاڼي 

 کله توراوکله سپین کاڼي راولي
 ډیرنادان دی نازنین کاڼي راولي
 دزړګي په ښیښه خوچي راته وکړي
 لیونی نظر وریښمین کاڼي راولي
 دلاله په څیریې ږدم دداغ په شونډو
 وخت په پرخه کې زرین کاڼي راولي
 عندلیب غوندي له کړیکونغمه واکړم
 چې ګل مخی ګلورین کاڼي راولي
 تږی خیال مې په اومیداومیدسنګسارکړي
 سورابي شونډې ګبین کاڼي راولي
 دکابل دسیندخوږې څپې ته وایه
 ستایادونه اباسین کاڼي راولي
 دپردوکاڼونوبت خوپرون تیرشو
 غضري نن همنشین کاڼي راولي


 پير
 کله مې لمرکله مې ستوری پیرشي
 کله مې یودغزل توری پیرشي
 چې څوک دګران نوم په کوم لورراواخلي
 هغه ګړۍ مې هغه لوری پیرشي
 لکه جانان راسره جوغت روان وي
 ډیرځلي ماته زماسیوری پیرشي
 پیره دعاکوه دخدای په خطر
 چې داځل رام راته سرزری پیرشي
 غضري عمرخوبې خودپه داروي
 دچاچې مل دژوندبدموری پیرشي


 ۱۳۸۵/۶/۱۶ساجرسعودي عرب


 خوږه پښتو
 ماته په پښتوکې جانان ووایه
 څوخوږوجملوکې جانان ووایه
 ورکه کړه داسپکه بازراي ژبه
 سم راته درنوکې جانان ووایه
 زه به دې په سترګوزړه ته تیره کړم
 ته راته لیموکې جانان ووایه
 زه به لکه سازدرسره غبرګ شمه
 ته خوپه ټپوکې جانان ووایه
 ګل غوندي به غیږه درته پرانیزم
 ګرانه په وږموکې جانان ووایه
 لمرغوندي په سپين میدان ځان وښیه
 ماته پلوشوکې جانان ووایه
 وګڼیږه ماته په خوږه پښتو
 ګلې په نغموکې جانان ووایه
 بس دغضري دزړه دایوارمان
 ځه خوپه تلوتلوکې جانان ووایه

 ۱۳۸۵/۶/۱۲ساجرسعودي عرب
 

خالد هادي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005