Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

سيد شاه مهتاب

د ارغند د څپو ژبه ( دوهم )
سيد شاه مهتاب د ښاغلي سيد احمدشاه زوى په 1366ل كال د پنجاب په شجاع آباد ضلع كې زېږېدلى دى، خو له اره د غزني ولايت، واغز ولسوالۍ د نظر خان سيمې د چارده د كلي دى. سره له دې چې په خپلو زده كړو لګيا دى، له دوو كلونو راهيسې يې پر شعر ليكلو پيل كړى دى، چې په دې برخه كې ښاغلي جريق ډېره مرسته ورسره كړې ده. له دې كبله توانېدلى چې شعر ته زيات پام وساتي. اوس يې د شعر چينه تانده او څپانده ده، كولاى شي ډېر ښه شعرونه وليكي، زياتره اوسني شعرونه لولي، چې د همدغو اوسمهالو شاعرانو كلام يې خوښېږي.
كله چې مې د ښاغلي مهتاب د زېږېدو او استوګنې د سيمې په اړه ولوستل، نو د استاد لال پاچا ازمون د يوه لنډكي آزاد شعر دغه برخه راپه ياد شوه :
... د تور پنجاب ګرمۍ ته پروت يم
او پولۍ د خپلو ګوتو شمارم
د مور وروستۍ خبر مې نه هېرېږي:
بېګا ته كور كې زويه!
اوړه نه لرو
زموږ ډېرې ځوانۍ په پرديو دښتو كې د ژوند په رڼا پسگې وركې دي، په پينډۍ كې مو خپلې افغانې مېرمنې په داسې حالت كې وليدې، چې د ناسم اقتصاد او پرېوتي ژوند له كبله يې خښتو وهلو ته مخه كړې، نو څنګه به زموږ پر زړونو پولۍ نه درېږي، بيا هم د وياړ ځاى دى، چې زموږ افغانان مات شوي نه دي، بلكې د حالاتو مقابله يې كړې او د سختيو پر ضد يې ډغره وهلې ده.
د مهتاب شاعري د ښكلا د جزيرې پر خوا لار لنډوي، ليرې به نه وي، چې دى هم د اوسمهالو شاعرانو په ليكه كې ځان ته ځانګړى ځاى پيدا كړي، ځكه په شعر كې يې يوه پټه مستي په څپو ده او دا ښيي چې د ده ذهن ډېر جوش او مستي لري. كه چېرې حالاتو له موږه وانه خيست، نو څرګنده ده چې له پرمختګ څخه به يې خبر شو، ځكه هېڅوك هم په لومړۍ ورځ د يوه كال په كچه پرمختګ نه شي كولاى. په كار ده چې د هنري پرمختګ لپاره ډېرې خوارۍ وګالل شي، چې مهتاب به يې هم كه خداى ج كول له عهدې وځي.


نڅا
دا ستا په مينه كې منصور غوندې په دار نڅېږم
نن مې د خپلو ارمانونو پر مزار نڅېږم
زما لاسونه پښې او ژبه ټول قربان دي له تا
يوه آواز د انالحق سره په دار نڅېږم
زه په ګډا او نڅا خلكو څخه عار لرمه
ځان دې سينګار كړه ستا په زلفو كې اسرار نڅېږم
كله به هغه مهال راشي چې وصال وي په كې
ستا جدايۍ كې د بېلتون پر سره انګار نڅېږم
مهتابه! رب ته لاس كړه پورته چې لونګ شمه زه
د ليلا غاړه كې د مينې پر زنار نڅېږم.

سلګۍ
بل له سختۍ څخه مړ كېږي، ته خندا به كوې
چې هغه مړ شو، ساه يې وركړه ته دوا به كوې
كه خداىج كول سبا ته ستا هم دغه حال دى ګوره
بيا آخري سلګۍ چې سخته ده ژړا به كوې
كه دې دا حال، چال او چلند و له هر ياره سره
بيا د بېلتون نانيڅۍ تېزې دي غوغا به كوې
د غمازانو پر ځاى تږى د عاشق وينو ته
كه اشنا مړ شو نو په هغه ورځ ګډا به كوې
نن د نفرت پر نيلي سپور يې راګوزار به شې ته
بيا چې تيارې كندې ته ورشې نو وفا به كوې
په دې تياره كې وړې د زهرو جام خپل يار ته ولې
د مهتاب لار كې قاصدان دي تګ سبا به كوې.

لوپټه
د حيا پېغلې نه فاسق ده لوپټه اخيستې
سترګې يې ټيټې دي، رقيب هم ترې بوسه اخيستې

يو وار يې غلي پورته وكتل بيا بېرته كښته
زما دې شعر يې پر شونډو زمزمه اخيستې

د ارمانواس به مې بيا شي په وهلو ډنګر
ځكه رقيب نن له ليلا نه متروكه اخيستې

بيا به څو كاله جدايي نصيب كې زما وليكي
غماز خيرن لاس كې زما د بخت فورمه اخيستې

نور به زما د ارمانو غشي پر ځاى لګېږي
ځكه ميوند كې مې ملالې نه ټپه اخيستې

مهتاب جوړ شوى دى ناپوه طبيبه! مه راځه نور
ځكه پخوا يې لا له سرو شونډو مزه اخيستې.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005