Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-11-10  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

غزل


سر او مال مې بیلل د تګریوان خبرې مه کوه
مونږه لیونو ته د تاوان خبرې مه کوه
و به چوې له غمه د خفګان خبرې مه کوه
صبر شه زړګیه د جانان خبرې مه کوه
وينې د زړګي به درله درکړمه خړوب به شې
ګله بیابان یم د باران خبرې مه کوه
اوس مې خپل ماشوم زړګې قلار کړو لږ مې غلې کړو
بس کړه ای ریباره د جانان خبرې مه کوه
زه راجولي لاړمه د مینې دریاب ډوب کړمه
اوس مې لاش رانیسه د ارمان خبرې مه کوه

سید راج ولي شاه   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005