Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-11-16  م  خپرندوی : عبدالله الهام چا پي بڼه

د عبدالله الهام شعرونه

         غزلونه
        موږراغلي ووله غمه له غموسره موكارشو
         تښتېدلي ووله ويره له سلګوسره موكارشو

   اوس موهيڅ نشوكولاى چې ګيرشوي ووالهامه
    چې يې خوب كې ويرولوله هغوسره موكارشو
         
  غزل
يوڅـــوك راغلى په محــراب زمادخيا ل
اخلي مستي اخـــلي شــرا ب زمادخيا ل

اخلي هستي اخلي جوهراخلي هرڅه مې
اخلي ثواب اخــــلي عذاب زمادخيا ل

اخلي سوراخلي غزل اخـــلي سـنـدرې
اخـلي نغـمې اخـلي رباب زمـاد خــيا ل 

اخلي شوراخلي شرراخــلي جنــون مې
اخلي ځنځيراخلي هرباب زمــادخــيا ل

اخلي شوراخلي ژوندون اخلي هرڅه مې
اخـلي الهـام اخـلي كتـاب زمادخيــا ل
  نيمروز              آزادي مېلمستون

 غزل
ټــــــپــــه د زړه لـه تـله پـه رباب كـــېږد ۍ وهي
زما د زړه پـــه كــوركې په كـتاب كېږد ۍ وهي

ناڅـي پرې ګناه د دوزخـــــي لمــــبومېـــلمه ده
مستــــــي راځي په زوره په ثواب كېږدۍ وهي

ياره اوس به چــېرتــه ترې پــــــه پټه لاره باسو
داغم هم لكه سوا ل شوپه هرځواب كېږدۍ وهي   

شــــور د زولانو وو زوږمـې ستاترغوږونه شو
اوس سلګۍ دزړه په دښته په شتاب كېږدۍ وهي

اوس فضا الهام  شوه او چــــيــنې هم ســندريزې
غز ل مې دزړګـي چـــې په هـرباب كېږدۍ وهي

 
غزل
اې زمــــونږه پيـره زمونږ ياره چــېرته لاړې
بيا زمونږله كـلي زمونږ له ښـاره چـېرته لاړې

كورتــه دمســتئ دوو راغـــلي مـونږ په تمه
اې د هوســونــوبيـروبـــاره چېــرته لاړې

اوس دربــابونود نغمــو ژبـې ګونـــګئ دي
اې دمســتئ سـوره يــكه زاره چېـرته لاړې

ماويل چــې به بيـا كړو سـندريزه تنـده ماته
اې ياغـي ربــابه ا ې سېتـــاره چـېرته لاړې

اې دغزلونو دښــايــست اوښــكلا حـورې
بياپه كومه هيـله پــدې لاره چــــېرته لاړې
  نيمروز       آزادي مېلمستون

  غز ل
له لېرې ده راغلې يـوه هوســـۍ زمادكلي
راوړ ې يې په سترګوكې  مسـتۍ زما دكلي

هم شور د ه هم شرر د ه ټوله ميـنه ميـنه ده
غــلـه ده دغـــروراودهســـــتۍ زمادكلي

اوس خوتخت لري اوتا ج لري وكيله  ده
وړوكې مسته چټه شازادګـــــۍ زمادكلي

خدايه ! بر ۍ وركړې ازموينه ده دمينې
له خيا ل سره وتلې په سيالــــۍ زمادكلي

مينه چې قلم كې ځغلېدلـــې لېونــــۍ ده
له الهام سره مخ شوېده مكــــۍ زمادكلي

نيمروز ازادي مېلمستون

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005