Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-11-23  م  خپرندوی : عبدالله الهام چا پي بڼه

دعشق ناخوالې

                                دعشق ناخوالې

عبدالله الهام جمالزی

 

په پکتيکا کې مې دنده  درلوده له ډېروشاعرانوسره مې پيژندل له محمدنبي حق پرست چې دپکتيکا دغاټول ګل ادبي ټولنې مشروو ، عبدالعزير سرتېر ، عبدالرحمن غظري ، محمدياسين ياسين ، عبدالباري نعيمي اونوردغاټول ګل ادبي ټولنې غړي پدې شاعرانوکې حق پرست ، سرتېر اوغظري غوندې شاعران هم موجود دي چې واقعا ښه شعرليکي .

زه سرتېرشخصي څومره نه پېژنم ولې دومره پوهېږم چې دپکتيکا ولايت دجاني خيلوولسوالی اوسېدونکی دی په يوروغتون کې کارکوي ذده کړې يې بي اې دی اوښه اخلاق لري ډيرزړور دی ښه جرات لري . يوه ورځ له والي ګلاب منګل سره ناست وو کوم پروګرام مودرلود اوس مې ښه يادنه دي چې کوم امريکايی ناست ووکه هم له ولايتي چارواکو وډارشولم ښاغلي سرتېرپه يوشعر کې وويل : ګيتاروهلی نشو ورته ناڅي به شين سترګي ... نورمې له ياده وتلی په هغه شېبه کې مې زړه غوښتل چې ورته چکچک کړم ډېرښه اوروان شعرليکي .

داچې زه سرتېرپه پوره توګه نشم درپېژندلای داشعريې ستاسې مخې ته ږدم اوداچې مانوڅرنګه دايوڅوکرښې ددې لپاره درته ليکم چې زه څرنګه دعبدالعزيزسرتېرشعرټاکم اوتاسې ته يې وړاندې کوم چې دسرتېرهيڅ ته لاس نه رسيږي ترڅو خپل شعرونوستاسوترلاسه درورسوي .

که يې له خپلوسيالانولکه محمدنبي حق پرست اوغظري سره پرتله کړو نو دې پايلې ته به ورسېږو چې شعريې ډيرپوخ دی خودخپراوي لاس يې نه رسيږي  محمدنبي حق پرست وکولا ی شو چې يوه شعري ټولګه کې خپل شعرونه راټول کړي اوخپاره يې کړي . غظري هم ښه دی که څه هم مسافردی په عربوکې خوبياهم دانټرنټ اونورولارو کولای شي خپل شعرونه تريوه حده دخپلولوستونکولاسته ورورسوي مګرپاتې شو سرتېر ادبي سرتېر دجرات اوويناسرتېر ، دشعراوادب سرتېريواځې پخپله له  ځانه سره سرتېردی کاشکي چې ټولودهغه سرتېري کتلې وای چې واقعا دشعرسرتېر دی .

که څوک ورسره يوځل هم مخ شي نودهغه له اخلاقواوبرخورد څخه به درک کړي چې سرتېر يو خواخوږی اودښه زړه حساسې طبعې لرونکی سرتېردی آرام سړی دی لږخبرې کوي له ادب پالو فرهنګ پالوسره يې ډېره مينه ده که وپوهيږي چې پکتيکاته فلانی شاعرراغلی دی سرتېرکه هرځای وي زه مطمين يم چې ځان به راورسوي . په زړه پورې خولاداده چې يوه ورځ دغاټول ګل ادبي ټولنې غونډې ته ورغلی وم دوی ناست وو او ماچې کله وپوښتل ولې معطل دي هغوی وويل چې سرتېرلا ندی راغلی ښاغلی سرتېربه له جاني خيلوڅخه په خپل موټرسايکل باندې ترښرنې پورې يومشاعرې ته راتللو ، سرشارذوق اوښکلې مينه له شعرسره درلوده لوړه حوصله لري نور نه پوهېږم پوخ پښتون دی .

دپکتيکاغږ راديوله لارې ورسره ټوله پکتيکابلده وه دپکتيکاتقريباهراوسېدونکي پېژانده . سرتېرښه ځوان هم وو ښه پښتون ووپه يوشعر کې وايي .

پراته په لوړوغروکې سپين دتورپښتانه يو

جګې موشملې دتاريخوچې پرې درانه يو

  

 ښه شاعرهم وو ريښتياپه شعرکې سرتېروو.

نوريې ستاينه نشم کولای دسرتېرپه اړه يوپروګرام لرم لمړی يې دايوشعرولولی .

             

                      دعشق ناخوالې

 

لکه فرهادپه کلنګونو راته سرماتوي

لېونی عشق مې په سندان زړګی کمرماتوي

 

ګريوانه مه ټومبه کتارکتارايينې داوښکو

کاڼی په لاس خلک هېندارې په ټټرماتوي

 

لکه انځرنوردې ګلونه شومه دم کړه سمسور

څانګې! ايام دې له غوټۍ سره سحرماتوي

 

پاتې له تاښکاري مجنونه پټ درشل دليلا

ګرځي مين پسې بېلتون تړلی ور ماتوي

 

چې شګفته مې په ځيګرزانګې ګلان دزخمو

پاس ددردونوبوراګانې پرې وزرماتوي

 

ملنګه پټ دې له پی مخوکړه کچکول دسترګو

موذي وختونه دي کچکول دقلندر ماتوي

 

ته چې منګولوکښې دچااوسې مغرور زړګيه

لکه هګۍ تابه په لوبه داختر ماتوي

 

تنده دمينې به مې ژرلکه حسين ع کاشهيد

منګي داوښکومې يوګل غوندې بشرماتوي

 

زلفې سايه په ما (سرتېر) لکه اورېځې کړه ژر

نری کنګل داباسين رالاندې لمر ماتوي

عبدالله الهام جمالزی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005