د اغند دڅپو ژبه ( دوهم )
شاه محمد دروېش خوندى د ارواښاد سيد سردار محمدخان خوندي زوى په 1350ل كال د كندهار په شپږمه ناحيه كې زېږېدلى دى. لا ډېر ماشوم و چې له خپلې كورنۍ سره كوټې ته كډوال شول. په افغانستان كې د ناسمو شرايطو له كبله له زده كړې ليرې پاتې شو، خو په كوټه كې يې د خپل پلار په مرسته څه ناڅه ديني زده كړه وكړه، چې د همدغې زده كړې په بركت يې ليكل- لوستل زده كړل.
له 1365ل كال راهيسې يې په شاعرۍ پيل كړى، چې تر اوسه يې دغه لار نه ده پرېښې. عبدالروف كندهاري، كريم جان كندهاري، حسن شيدايي، سيد سرور اغا، بشير فريادي، ګل محمد حسرت، ماسټر عبدالباقي، لالي قايل او نورو سندرغاړو يې شعرونه په ترنم كې ويلي دي. د دې تر څنګ يې (د خط و خال جمال) نومې شعري ټولګه هم خپره شوې ده. همدا راز (د پردېس ژند) په نامه يې بله شعري ټولګه شته چې لا خپره شوې نه ده. اوس په پښين كې استوګن دى او هورې د پښتو ا دبي ستورو نومې ادبي او فرهنګي ټولنې مشر دى، چې د سيمې ډېر ځوانان يې غړي دي.
دروېش خوندي په شعر كې د هغه ولس مكتب يوه څېره ده، چې په كندهار كې يې د سيد عبدالخالق، ځيګرخون، پروانه او نورو په شان سترې سټې لرلې دي او پر اوس مهال يې د دروېش غوندې ځوانان په پښو دروي، چې هيله ده د هغو تش ځاى ډك كړي. دروېش ولسي شاعر دى، له دې كبله يې هنر ولس ته نژدې او هرڅه يې د ولس په ژبه داي. ان ژبه يې هم ولسي ده، چې هر كليوال او نالوستى ورباندې پوهېږي. هغه شاعري چې زموږ په زړه پاك ولس ته نژدې وي، له تكلف او تصنع څخه ليرې وي، په هغه شاعرۍ كې يو ډول خلوص او سپېڅلتيا پرته وي.
توپاني بېړۍ
منزل مو شو ناپايانه، خدايه څونه اوږد سفر دى
نامرادې هيلې وسوې، ژوندون نه دى، يو سقر دى
كه لاړ شم، كه دې غېږ كې پردېسۍ! خاورې د ګور شم
معلومه راته نه ده، چې نصيب مې كوم صحر دى
قسمته! لا ترڅو مې پردېسۍ لره وربولې
جلا شوم له كاروانه پر پردي محل ګذر دى
ستومانه مې د ژوند هره لحظه ده نه پوهېږم
چې ولې زما غريب نه ايازي بخت مرور دى
مرګيه! لږ مې پرېږده د جانان تر ديدن پورې
ارمان مې رانه پاته دى، خالي د عشق دفتر دى
توپانه! زموږ بېړۍ دې په څپو كې كړله ډوبه
راخېژو به اوس څنګه دا د قهر سمندر دى
تنها له خپله بخته څخه مه ژاړه دروېشه!
رنځور ګل او بلبل شو په زړه جوړ دې كوم شاعر دى.
2001_جولاى_2م كال
نرګسي ګل
دواړې سترګې دې ليلا! ګل د نرګس
ثاني نه لرې پر مصر او پاريس
هندو زړونه خو يې وصل كړل اسلام ته
ستا د سترګو په نظر كې مقناطيس
چې دې خيال زما تر خياله پورې راشي
رانه هېر كړي د كتاب واړه تدريس
زما و ستا چې د كوثر بحث وي ګرم
غمازان شي يوتر بله سره بړيس
و اغيار ته د زړه راز ويل ښه نه وي
د اغيار خوى و خاصيت وي د ابليس
خوښ د عشق جامه په غاړه مهجور ښه يم
وبه نه كاږم تر مرګه دا كميس
دروېشۍ دې شاه محمد داسې پاچا كړ
تر نظر مې پست دى تخت د كلا بيس.
ګومان
تا چې لاس واهه په تور وربل د بل
ځه اوس پردېس ګرځه پر محل د بل
خپل د دلربا قدر دې نه كاوه
ايښى به دې سر و پر څنګل د بل
ما ته دې صادق ځان ګمارلى و
ته لا پټ همرازه وې اول د بل
خپل په الماسي تاريخ واقف نه وې
تا اتلولي بيانول دبل
خپل پرځان دې توره تياره خوښه وه
تا همېش ډېوه وربلول د بل
ما ويل اتل د زمانې به يې
تا اخر بوټونه سمول د بل
زه دروېش چې خپل غزل رنځور كړمه
څه به زړه بيدار شي په غزل د بل.