Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-12-01  م  خپرندوی : عبدالله الهام چا پي بڼه

دفريدکيسه

فريد لنډه کيسه ليكوال : عبدالله الهام جمالزی نن سهارمې بيامورسرته ودرېده له خوبه يې پاڅولم ، ما په ډېروزاريو ورته وويل چې لږشېبه مې نورهم خوب ته پرېږدي خومورډېره جدي ښكارېده اوويې ويل چې اوبه خوويني ګوره درباندې پاشم يې ماچې سترګې پټې نيولې وې اودتل په څېرداوبوله پېشرونه ونه ډارشوم ، ځكه موربه هرسهارداخبره كوله خو مابه بياځان لږخپ كړموربه ووتله . خونن يې راباندې ريښتياهم اوبه وپاشلې ماهم پورته ترپ كړل اوپه ژړامې پيل وكړخودمورلكه چې زړه راباندې سوځېدلۍ وو لږ راته خيره شوه اوويې ويل : - زويه نن لكه چې ښونځي ته نه ځې كه څه بلا؟ -پريږده مورې څوداسدپاڅولاى زه هم پاڅېدم - نوښونځي ته نه ځې ها ؟ - تراوسه نوڅه وخت دى - پورته ته لمرته وروګوره ... - ښه خواوس خومې پريږده جامې بدلې كړم - دښونځي جامې دهمدااوس واغونده خانه ناوخته دى پاڅه پاڅه ... ماپه بيړه دښونځي جامې په تن كړې اودچايولپاره هم معطل نه شوم مورچاۍ هم تياركړۍ وو . په وتوسره مې مورغږكړ : - وه هلكه !كه ته چاى نه خورې خواسدته خومعطل شه چې هغه هم درسره لاړشي . اسدچې سترګې يې لاله خوبه ډكې وې راووت اودتل په څېريې دكتابونوبكس ماته راكړاو روان شولو. د اسدعادت ووپه لارې يې حتمايوه شخړه كوله ماهم ورته څه نشوويلاى ځكه له كوره چې څوك نازولۍ وي له هغه سره دخداى مه سروكاركوه . اسدپه ماډېرګران وو له مادرۍ څلوركاله كشروو غټو غټو سترګو اوښكلې ځوانۍ يې په هرچاځان ګران كړۍ وو تردې چې زموږيوې ښوونكې به هره ورځ په تندي ښكل كړاووبه يې ويل چې ماپه ژوندكې داسې ځواني نده لېدلې خداى دله بدوسترګووساته ... اسدبه بې له ماهېڅ چېرته نه تللوهېڅ كاربه يې زماله اجازې پرته نه كاوه خوپه مخ چې به مې ورته هرڅه ويل نونازبه يې كاوه اوخبره به مې يې نه منله . دكوڅې خولې ته راورسېدواسدپه ژړغوني اندازوويل : - زه نن ښونځي ته نه ځم - ولې ؟ هرڅوچې مې پوښتنې ترې وكړې ، زارۍ مې ورته وكړې خواسدله لاسه نيولۍ وم او ويل يې چې بېرته مې كورته بوځه ، مابه اسدهېڅكله نه وهلو خونن مې يوه څپېړه هم وواهه . خواسدله خپل تصميمه وانه وښت اولايې ځان تمبه كړۍ وو اودكورپه لوريې ځان كشاوه . - ځه وه هلکه په خدای موردنن وهي ... - نه ځم يوځلې مې وويل چې نه ځم . - نوزه تنهاځم ځه ته لاړشه کورته - تنهانه ځم - بدکوې چې تنها نه ځې چټک ځه کورته - نه ځم - ولې - ډاريږم - له چاډاريږې رڼاورځ ده درځه - درځه زه درسره يم ... مجبور شوم بيرته ورسره راوګرځيدم په لاره مې يودوه ښې پخې څپېړې هم وواهه ، ژړل يې ، مګرغږيې له خولې نه ووت دکورمخې ته راورسېدلودغوټۍ دوی دښونځي موټرهم رارسېدلی وو . غوټۍ زموږ کشره خور وه ، په مورموډيره ګرانه وه حتا که به موږپرې امروکړنوموربه راسره دوه دری ورځې خبرې نه کولې خوزماچې له غوټۍ سره کينه وه يواځې پدې چې هرماښام به يې باباغوښته اوبابا چې خدای ديې وبخښي چې کله به يې نوم يادشو ټولوبه په ژړا پيل وکړاوهيڅ ډول به موله ياده نه ووت . غوټۍ دښونځي موټرته پورته شوه اسدورغږ کړل : ولاکه دپرېږدم نجلۍ ته ډيره ويته اوزړوره شوې يې . ما وويل بيايې څه کړيدي ؟ خواسد له خپه وو څه يې ونه ويل دروازې ته له رسېدو سره يې دومره وويل چې تاغوندې کوځه ګشته شوېده . زه حيران شوم څه مې ونه ويل : مازنګ وواهه موروويل : -څوک ياست ؟ اسدغږکړل : مورې دروازه خلاصه کړه زه يم . موروويل : فريدڅه شو ؟ ولې ښونځي ته نه ولاړاست ؟ ما وويل : ستانازولی نن ښونځي ته نه ځي اوزه خويې بې له هغوهم شټپنۍ يم زه هم راغلم لدې سره يې دروازه پرانستله ، ننوتلو زموږکورپه دوهم پوړکې وو، له څنګه مويوځوان اويوه جينۍ اوسېدل چې اوس اوس يې واده کړی وو. داځوان ډيرتيزاوغوسه ناک راښکته کېدو په ټول آپارتمان کې يې دپښوکړپ کړوپ انګازې کولې زموږخواته راورسېده اسدورته سلام وکړ ځوان هم ورته ټيت شو اوپه ټنډه يې ښکل کړ آپرين ښونځي ته ولې نه ولاړاست ؟ ماورته وويل اسدنه ځي هغه وويل : ګورۍ مورمويواځې ستاسوپه مينه ژوندۍ ده ښونځي ته مودزړه په وينو استوي داسې مه کوی ... پدې کې له پاسه پسې خپلې ښځې غږکړ . اکبره چيرته روان شوې صبرداسې هم آسانه نده ... ځوان له موږتيرشواو ترشاشايې کتل تيزښکته کوز شو. موږکورته ننوتومور راغله په سترګوکې يې اوښکې ګرځېدې وېې ويل : - ولې راغلاست دخدای لپاره له ښونځي موولې داسې بدراځي ؟ ماوويل : - خوښاغلی دې نه ځي نوزمايې څه ؟ - ستانن له سهاره ښونځي ته زړه نه کېده ... اسدپه ژړاوويل : - مورې زه نورنه ځم - چيرته نه ځې ښونځي ته نه ځې ؟ - هو - ولې بيادڅه شی کم دي ؟څوک دوهي ؟ - نه پرون زموږيوټولګيوال پېغورراکړ چې تاسې افغانان ياست ددې ځای نه ياست تاسې به زموږله ملکه ځۍ ، مورې ! موږريښتياددې ځای نه يو هه ! دمورپه سترګوکې اوښکې راوګرځېدې - نه بچيه موږافغانان يو - څه موږ ريښتيا افغانان يو لدې سره يې په کنجکاوی پيل وکړنودلته څه کووپخواد راته ولې نه ويل کله يې ژړل اوکله به يې ويل چې کله افغانستان ته ځو زه خوله وړاندې هم لږلږپوهېدلم ځکه پلارماته يوه شپه کيسه لوستله چې په پای کې يې وويل : - زويه زه اوته هم دداسې اتلانودملک يو بچيه زمااوستا پلرونوهم داسې تورې کړيدي ... هغه شپه راته ياده شوه ، کله کله به متوجه کېدلم چې ولې موږدومره خپلوان نه لرولکه زموږ ټولګيوال چې يې لري ؟ ... زه په همدې فکرکې وم تلويزيون مې مړکړ اوخپلې کوټې ته لاړم . مورژړل ... مادمورژړادومره په زوټه نه وه اورېدلې نن يې ډېرپه سوز وژړل غږيې جګ شو ... ،کله چې به موږ ژړل نوموربه ويل چې په زوره مه ژاړۍ چې ګاونډيان تنګيږي خونن مورداسې په سوزوژړل چې تابه وې ددنياټولې اسرې دې ترې اخيستې دي ښکلې غټې غټې سترګې يې تکې سرې شوې وې . راغله له ما اواسديې غېږ تاوکړه او په تندي يې مچي کړلو زړه ته يې نږدې کړلو اوپه زړه پورې يې ټينګ ونيولو، د موراوښکې په غولي لکه مرغلرې تويېدلې اوهوارېدلې . اسدهم په مورپورې ټينګېده اوورته ژړل يې زمازړه هم کلک شوی وو . ستونۍ مې راوپړسېده مورراته په ژړا کې ويل : - اخ زمابلبلانوستاسې ژبې ګوره خوږې خوږې خبرې مو.... - زمالمړنۍ هيله اواميدتاسې ياست ... - تاسې مه ژاړۍ بچکو يوازې زه بس يم چې ژاړم ځکه زه لايقه ددې يم چې وژاړم زه هيڅ نه پوهېدم مورولې داخبرې کولې ډېرپه سوزيې ژړل دومره ډېره شېبه يې وژړل چې ستړې شوه اوپه زمکه راړنګه شوه زه اواسدهم ورسره سم وغزېدواودمورله غاړې مولاس تاوکړ موږ له هغې ورځې چې پلارمو له منځه ووت هيڅ داسې شپه نه وه چې موږله مورڅخه جلاپراته وو خوغوټۍ به له سره کينه کوله . غوټۍ اواسدبه په مورپورې کلک نښتي وو کارته به يې لاهم نه پرېښوده . زه هم سلګوواخيستم مورته مې ډېره ژړاراتلله هغې به ټول وخت ژړل ولې له موږپټ سترګې يې تل سرې وې خوموږته به يې ځان خوښ ښوده . مورمې کرارې کرارې سترګې پټې کړلې داسدپه ويښتانو کې يې لاس واچول اوکلک کلک يې مچي کړ. زه پورته شوم پخلنځي ته لاړم مور پراټه راته په ګاز اېښې وه همداسې پاتې وه ګاز پسې چالان وو پراټه توره سوې وه . ګازمې بندکړ اويوګلاس اوبه مې وڅښلې راووتلم اسدهم ويده شوی وو. مورهم ويده وه . زه کوټې ته راغلم ساعت ته مې وکتل يوولس بجې وې سرمې کېښود اوله سره سره پروت کتاب مې راواخيست چې پرې لوی دابوالفيصل تصويروو لاندې ورته ليکل شوي وو يو ستوری کتاب مې بېرته بند کړزړه مې ډېرتنګ شو ژړاراتلله په چپرکټ اوږد وغځېدم ساعت ته مې کتل دغوټۍ دراتګ وخت ووبايد ځان مې تيارکړی وای اودمورپه ځای زه وروتلی وای اودښونځي له سرويس سره مې کتلي وای پورته شوم کوټ مې واغوستلواولاندې راروان شوم بېرون ټول خلک راته پردي ښکارېدل له هرچانه مې بدراتلل کرار کرارپه زينوکې راروان وم چې هماغه ځوان له دروازې سره په مخه راغی له ښځې سره يې لاس له لاسه نيولی وو اوپه خنداخندا سره روان وو . زه حيران شوم چې لږ وختي يې څه حال وواو اوس بيا داحال ... دښونځي موټرودرېده غوټۍ راښکته شوله چې په يې ماسترګې ولګېدې په ژړايې پيل وکړ او ويل يې چې مورچېرته ده ته ولې راتللې ماته غوسه هم راغله چې دښونځي موټريې ليرې شو يوه وړه څپېړمې هم ووهله راپورته شولو کورته په رارسېدويې په مورورمنډه کړه اوله لېرې يې پرې ځان وروغورځاوه : - ولې !! هه له ماځان پټوې ؟... لدې سره مورپورته ترپ کړل سرپرې وګرځېده وډاره شوله سترګې يې رڼې رڼې پاتې شولې اوله سترګو څخه يې مالومه وه چې سخته ضربه يې ليدلې وه غوټۍ ځان په زورورباندې واخيست او دښونځي کيسې يې ورته پيل کړې . ترماښامه مورپورته نشوه حال يې خرابېده ماهڅه وکړه چې زموږکورني ډاکټر ابوسعيدته تېلفون وکړم خومورمې لاس نېولو اوويل يې اوس ښه يم ټلفون ورته مه کوه . نن عجيبه شپه وه غمجنه تنګونکې ، ډېره ستړوونکې وه مورمو ناروغه وه اسدله ژړاسترګې سرې کړې وې غوټۍ هم زماله لاسه جوړ خوراک نه خوړلو ، مورنن عجيبه خبرې کولې غمجنوونکې مګر تلپاتېدونې خبرې ، اسدورته ژړل زماستونۍ هم پړسېدلی وو مورويل : - فريدجان ! ماويل : - بلې - ګوره زويه اوس الحمدالله نورځوان يې دلسويوولسوکلويې په ورور اوخور دډېر فکرکوه که زه نه وم داوروراوخور دې تاته دغاړې دي څواسدجان دخپل واک کيږي نوته به يې حفاظت کوې خوردهم وړه ده غوټۍ يې ګوره دپلار... لدې سره يې ژړاخبره ډب کړه اوستوني ته يې لاس ونيولو اسددومره ژړلي وو چې نور يې دژړا توان نه درلوده له مور يې ټينګ لاس تاو کړي وو او اوښکې يې ورته پاکولې مورنن يوه خبره نوې کوله ډېره نوې په زړه پورې اوحيرانوونکې خبره .... ويل يې : زامنوتاسې افغانان ياست يوه ورځ به ځۍ لدې پردي وطن نه به موټغر ټوليږي اودخپل پلار اصلي ځالې ته به ورګرځۍ که نورهر کارکوی هرڅه کوی خويوه خبر له ياده مه باسۍ چې افغانان ياست اوخپل اصليت به نه هيروۍ ... يوه ورځ به خپل ملک ته ورځۍ اوهلته به پښتوواياست زامنوهيڅکله له ياده مه باسی په پردي وطن کې که درته ټوله وطن هم درکړي تاسې بياهم افغانان ياست اوخپلې ځالې ته به ورګرځی داټول ځکه چې اصيل څوک خپل اصل هيڅکله له ياده نه باسي . ماته به پلاردشپې په کيسوکې يوه کيسه کوله چې په هغه کې دباز بچۍ ديوڅه وخت دکارغه په ځاله کې پاتې شوی وو خواخر بايدګرځېدلای وای خپل کورته ... نن ټوله شپه ژړاوه، غم وو مورډېرې خبرې کولې موږهم ورته غوږ وو سهارمخه وه چې دمورخبرې کرارې کرارې چوپ شولې غمجنه فضاوغوړېده دمورسترګوته ځيرشوم داسې ښکارېدله لکه چې دتل لپاره يې تړلې و ي . تهران هفت تير د صدا وسيما مېلمستون

عبدالله الهام   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005