Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

شاه محمود عزيزي

د ارغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
شاه محمود عزيزي د ښاغلي عزيز الله زوى په 1354ل كال د كندهار د شپږمې ناحيې په چوڼۍ سيمه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په كابل كې پيل كړې، چې د همدغه ښار له انصاري لېسې څخه يې خپل بريليك ترلاسه كړ. دوه كاله يې هوايي پوهنتون ولوست، خو كله چې كابل د مجاهدينو لاسته ورغى، د نوموړي د زده كړې بهير هم په ټپه ودرېد، چې څه موده وروسته په 1372ل كال بېرته خپل پلرني ټاټوبي (كندهار) ته وركډه او په كې مېشت شول.
عزيزي په پښتو او دري ژبو كې نثرونه او شعرونه ليكي، چې د دري ژبې د بېلابېلو ليكنو ټولګه يې (بيست مقاله) نومېږي او تراوسه چاپ شوې نه ده.
د پښتو ليكنو يوه ټولګه او يو بل تاريخي اثر يې هم چاپ ته چمتو دى، چې په نوموړي تاريخي كتاب كې يې د افغانستان د يوې پېړۍ پېښې څېړلي او شنلې دي. نثر يې خوږ او روان دى، چې د ده د نثرليكنې ځواك د ډاډ وړ ښيي. كه دغه اړخ ته يې نوره پاملرنه هم وكړه، كېدى شي ډېر پرمختګ وكړي او ډېر ګټور اثار خپلې ټولنې ته وړاندې كړي. د كتاب ډېر مينه والى دى، چې په زرګونو ټوكه كتابونه يې راټول كړي دي او د يوه بډاى كتابتون خاوند دى.
اكثره وخت په كتابونو پسې نورو سيمو ته هم سفرونه كوي، تر ټولو ناياب كتابونه يې په واك كې دي.
زياتره ايراني كتابونه لولي، چې د شخصي كتابتون زياتره كتابونه يې هماغه ايراني كتابونه دي، د دې تر څنګ يې زيات زاړه او نوي پښتو كتابونه هم سره راغونډ كړي دي، چې په زرګونو ټوكه كېږي. ډېر خلك يې اوس هم له كتابتون څخه ګټه اخلي او ډېر كسان يې د كتابتون ستاينه كوي. شعرونه هم ليكي، چې دلته به يې يو شعر ولولو.


شهيد
چې شوې شهيد د خپلواكۍ پر ښه لار
ډېر فخر كړي پر تا نن خپل مور و پلار

تا دى بايللى د وطن پر نوم سر
كړل دښمنان دې د هېواد تار و مار

تا خو په ننګ د وطن خپل سر وركړ
ځكه دې موږ كړو په نامه افتخار

تا د اسلام دى ننګ و پت ساتلى
الله دې تا كړي مشرف په ديدار

چې پر مزار دې سره جنډه رپېږي
دى ستا د مېړانې سربازي يادګار

پوره دې نه شو ها د زړه پټ ارمان
درپسې ژاړي كه دې مور ده، كه پلار.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005