Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

علی خان

دعبدالباري جهاني د مشکوکاروان کتاب څخه 
علی خان د پښتو ژبی د کلاسیک ادب د ښو شاعرانو په کتار کی ځای لری. داسی ښکاری چی علی خان په یوه ډېره غریبه کورنۍ کی پیدا سوی ، او لوی سوی دی. او ټول عمر یې په گمنامۍ کی تېر کړی دی. ځکه خو یې د ژوند حالات د پښتو ژبی د نورو مهمو او مشهورو شاعرانو په څېر چندانی معلوم نه دی. د علی خان د ژوند حالات دومره په تیاره کی دی چی حتی چاته یې چندانی د ژوند زمانه هم نه معلومېږی.
سید تقویم الحق کاکاخېل د هغه پر دېوان باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکی چی » د علی خان نوم علی احمد خان و، د جندې خوړ پر غاړه په یوې وړې غوندی بانډې کی پیدا شوی، او د همدې خوړ په صافو اوبو لوی شوی دی. جوندې د هشتنغر په علاقه کی بهېږی. او د تڼی چارسدې واړه کلی پرې اباد دی. د دغی وجه نه د علی خان ژبه او لهجه وچه هشتنغرۍ ده«
تقویم الحق کاکا خېل دا ټولي خبري د علی خان د د ېوان په استناد کوي. او لیکی چی د هغه د ژوند ډېر کلونه په همدې سیمه کی تېر سوي دي. ځکه چی په اشعارو کی یې د بل کوم ځای ذکر نه دی راغلی. البته د دې قضاوت کول ځکه مشکل دی چی امکان لری چی شاعر کوم ځای ته تللی وی، مگرد هغه ځای په باره کی یې هیڅ شعر نه وي ویلی. او یا کوم ځای ته نه وي تللی او د نورو خلکو د خبرو او توصیفونو په بنا یې داسی ذکر کړی وی لکه چی هغه پخپله ورغلی وي.
په هر صورت زموږ زیاتره د علی خان د کلام او شخصیت سره سرو کار دی. او څه چی موږ کار ورڅخه اخلو هغه خواږه شعرونه دی چی د پښتو اد ب ته له ده څخه په میراث ور پاته دی. علی خان د مضمون له لحاظه رڼ رڼ شعرونه لری خو په اکثرو شعرونو کی یې د زمانې ، نصیب او د ژوند له حالاتو څخه شکایت لیده کېږی. که څه هم چی د دېوان له سره تر پایه پوری یې خپل پښتنی غرور ساتلی دی او لکه غر ټیڼ ولاړ دی، او چاته سر نه ټیټوی.
دا نصیب و له ازله زما خوار کج
نه چی ما کړ اوس پخپله په اختیار کج
گوره څه کږې نا پسندی به را وکا
چی کجرو فلک اخته دی په رفتار کج
د رقیب په نغوته ښه خوی د یاربد سو
عاقبت په کږه پښه سی سم پېزار کج
رقیب نیت د درستی ډلی رانه کوږ کړ
په یوه کاږه لرگی سی تمام بار کج
هیڅ اثر یې په سڼین خاطر ونه شه
څو پرې شه زما د عقل ذوالفقار کج
هسی وژله کړه بې لاری برندی سترگی
لکه مست خونی چی ځی په سمه لار کج
څو کږې پړۍ دی پرې ایستې اسمانه
ځکه نه ږدی علی خان په سر دستار کج
علی خان هم د پښتو ژبی د هغه د نورو معاصرو او له هغه څخه د مخکی شاعرانو په څېر د رقیب څخه سخت شکایت کوی. مگر دی وایی چی رقیب دی ډېر په خپل ځان نه غره کېږی . دا د خدای کړه دی چی هغه ته یې دا واک ورکړی دی چی ده ته ازار ورکړی. ځکه نو علی خان چندانی د غمه شکایت نه کوی.او غم د خپل اراده بولی. خو د دې خبرو سره سره هم د خپل تېر ژوند ارمان کوی. بیا هغه خوښی غواړی چی یو ځل یې لیدلې وه. مگر په دې پوهېږی چی هغه خوښۍ د ستنېدلو نه دی. اوس دی هغه حال ته رسېدلی دی چی طبیبان یې رنځ نا علاجه بولی او بد نصیب ژوند داسی ورته سور اور کړی دی چی خپل ځانته د دعا پر ځای ښراوی کوی.
ستا له سرو سترگو معلوم شه مضمون هسی
چی فتوی په اباحت که د خون هسی
سپی رقیب دی د غرور خبری نه کا
کړه د خدای دی بادشاه هسی کا شپون هسی
درېغه گام خو یې زما په گام وی ایښی
لکه عمر په رفتن کوی یون هسی
که خندا که خوشالی وه که مستی وه
له ما لاړه لکه روح د پرون هسی
په هزار سترگو می گوری ترس یې نه شی
رب زما په حال شم کور کړ گردون هسی
د دعا په ځای ښېرې کوم وځانته
بد نصیب را پوری اور کړ ژوندون هسی
حکما می لا ادری په باب کی لولی
رنځ د مینی می مزاج کړو زبون هسی
بخت می خوب په سره جامه له سترگو واخیست
سترگو بخت می سره وکړ بدلون هسی
علی خان به څه له غمه شکایت کړی
اراده وه د قادر بېچون هسی
علی خان د محبوب د وصل څخه مایوس دی. او د وصل په باب خیالونه داسی ورته ښکاری لکه ماشوم چی د سپوږمۍ وړاڼی نیسی. ځکه خدای ته سهار و ماښام لاس په دعا پورته کوی او له خدای نه توری زلفی او سپین رخسار غواړی. خو بیا هم له رقیب څخه شکایت کوی اود رقیب له جوره یې د خپل یار په استانه کی پناه اخیستې ده .مگر علی خان بیا هم دا خپله پناه نه بولی او وایی لکه څرڼه چی اپرېدو مغولو ته خیبر نیولی و همداسی ده هم د یار کوڅه رقیب ته نیولې ده. او رقیب نه پرېږدی چی د یار لوری ته یې ورشی.علی خان به په خیبر کی داپرېدیو او د مغولو د پوځیانو تر منځ د جڼونو کیسې په کتاب کی لوستی وی، د خپلو مشرانو څخه به یې اورېدلی وی او که به یې پخپله په سترگو لیدلی وی موږ ته څه نه وایی . او که یې په دغه برخه کی ذره قدر اشاره کړې وای نو سړی به د هغه د ژوند د زمانې په باب لږ ترلږه یو صحيح اټکل خو کړی وای.
چی د خیال په لاسو تن د دلبر نیسم
د هلک په دود په لاس کی قمر نیسم
توری زلفی سپین رخسار ورڅخه غواړم
ځکه خدای ته لاس په شام و سحر نیسم
عاقبت به می غارمه د هجر وریت کا
د آه چتر به تر کومه په سر نیسم
د کوڅې گوټ به دی پرې نه ږدم رقیب ته
اپرېدی سوم ومغول ته خیبر نیسم
چی می وساتی د سپی رقیب له شوره
زه فقیر چی استانه ستا د در نیسم
چی د پله خاوری یې باد را باندی راوړی
هغه خاوری زه په مشک او عنبر نیسم
وایم اوس به د همزولو سره راشی
په هرځای ورته د لوبو گدر نیسم
سودایی که همتناک که دېوانه یم
چی د عشق ودرنو پېټو ته سر نیسم
دم د بخت می یې په زلفو اثر نه کا
بې هنره یم چی مار په هنر نیسم
که دی خلاص نه کړم دلې له شرو شوره
علی خان به دی لمن په محشر نیسم
د علی خان د شعر د محبوبیت د اثبات دپاره دومره خبره بس ده چی ووایو چی د شلمی پېړۍ په پای کی یې لا د شعر زمزمې او د کلماتو شرڼ دونه ژوندی و او دونه پر غوږو ښه لېدی چی هنر مندانو د ټڼ ټکور مجلسونه ورباندی تاوده کړل او هر چا به له بل څخه پوښتنه کوله چی دا خوږ کلام د چا دی چی پرغوږونو دومره خوږ او موزون لېږی.
اې د زړه سلطانه ته د زړه سلطان د چا یې
ستا رنځوران ډېر دی وایه ته درمان د چایې
ډېر دی میخانې لره درځی د شونډو جام ته
وایه ته خاصه ساقی د چا مغان د چایې
ډېر درته خراب زړونه کباب په تمه ناست دی
یاره شراب خوره ته مېلمه په خوان د چایې
زه درپسی درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه
ته صبا خندان لکه گل وا گرېوان د چا یې.
سید تقویم الحق کاکا خپل د علی خان د اشعارو د دېوان په اساس وایی چی هغه گوندی د مجازی محبوب تر څڼ یو حقیقی محبوب هم درلود. او بیا وایی چی د ده محبوب د پېښور په علاقه کی اوسېدی. او د خپلی علاقې مشر او عزت مند سړی و. د علی خان دغه محبوب د ډېری لویی کورنئ څخه و، له ظاهری حسن نه علاوه پر علی خان باندی د هغه د علمیت او خوش گفتارۍ ډېر اثر پروت و. که څه هم چی تقویم الحق کاکا خېل د علی خان د د ېوان په ترتیبولو کی او د هغه د دېوان څخه د علی خان د ژوند د حالاتو په باب نظمونو او شعرونو په را ایستلو کی ډېره خواری کړې ده، او دا زحمت یې د قدر وړ دی. مگر دا خبری یو څه غور ته ضرورت لری. سړی به څرڼه دا خبره وکړای سی چی د علی خان محبوب به د خپلی علاقې مشر او عزت مند سړی و. هیڅ شاعر، هیڅکله د خپلی علاقې کوم مشر د محبوب په حيث نه دی منلی. او که چېری یې دا کار کړی وی نو بیا یې د هغه په باره کی د زلفو او خط وخال نظمونه نه دي ویلی. له بلی خوا د اهم ضروري نه ده چی شاعر دي حتما محبوب ولری. او د ده غزلونه او نظمونه دی حتما یوه خاص معشوق ته متوجه وی. بلکه ډېر زیات احتمال لري چی د زمان د تقاضا او رواج سره سم یې په عمومی صورت د خال او خط او زلفو په باب شعرونه لیکلی وی. د پښتو، فارسی، عربی ، اردو او نورو شرقی ژبو شعرونه ، په تېره بیا غزلی، زیاتره او حتی اکثر د یوه خیالی محبوب په باره کی وی او د دې څخه د شاعر مطلب کوم ټاکلی محبوب نه وی، بلکه د خپل قلم او کلام زور ازمېینه وی.

عبدالباري جهاني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005