د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم )
ځوان ليكوال او شاعر شېراحمد حيدر په 1352ل كال د غزني ولايت، قره باغ ولسوالۍ كې په خپل پلرني ټاټوبي كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي.
لومړنۍ زده كړې يې په خپله سيمه كې ترسره كړي، منځنۍ دا يې په پېښور او لوړې دا يې د كابل پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي كې بشپړې كړي، چې په 1376ل كال يې له دغه پوهنتون څخه بريليك ترلاسه كړى دى.
له زياتو كلونو راهيسې شاعري او ليكوالي كوي. چې د لنډو كيسو يوه ټولګه يې د چاپ لار څاري، دوه ناولونه يې ليكلي، چې دا هم چاپ ته تيار دي، دغه راز يې د ژباړې څو كتابونه هم تيار دي.
له بېلابېلو خپرونو سره قلمي همكاري لري او په خپلو ليكنو او معنوي مرستو يې نازوي، خو دا مهال يې رسمي دنده له كليد اوونيزې سره ده، چې هورې يې د خپل مصروفيت تر څنګ دا نور ادبي او هنري كارونه هم سمبال كړي دي.
ليكل شوې كيسې يې ښې دي، چې كه يو څه زياته مطالعه هم وكړي، د كيسې له فن او باريكيو سره ځان نور هم اشنا كړي، كېدى شي دى د كيسو په ښكلې كولو كې ځنې ګټه واخلي.
د شعرونو تجربه يې هم بده نه ده، كه تخيل او فكر سره ونغاړي او هنري بڼه وركړي، په دې برخه كې زيات پرمختګ كولاى شي.
مسافر ګلونه
په سترګو، سترګو ښكلومه مسافر ګلونه
خدايه! تر څو به وي بې لاسه، بې وزر ګلونه
ستړي شپونكي نن زموږ كلي ته دا چيغه راوړه
وايي پر دښته ټوكېدلي او كمر ګلونه
موږ خو لمونځونه هم ډېر وكړل، چې باران واوري
خو هغه ورځې داسې وي دا مرور ګلونه
په دغه وران كلي كې اوس هم څو كورونه اوسي
ګېډۍ، ګېډۍ ورځي درشل ته لكه لمر ګلونه.
كيسې
يار نه مې بيا اورمه د ژوند كيسې
وايي په خندا په كړو پيوند كيسې
ټوله شپه تياره وي بې څراغه وو
ستورو او سپوږمۍ ته وې د خوند كيسې
ځي په لوړه اوړي شا ته نه ګوري
مسته كوچۍ پرېږدي د اېلبند كيسې
خړې اوبه راغلې شنه فصلونه وړي
خوب مې اشنا وړي، دى د وند كيسې.
خپګان
چېرې ستا له كلي ليرې
د يو غره په شنه لمنه
د وړې چينې پر غاړه
د شپانه شپېلۍ ته غوږ واى
بس! مينه نوره نه كړم
او تا هم له ياده باسم
هلته بيا
نوى ژوند شروع كړم
يوه هيله را په ياد كړم
بس دا دښتې به څارمه
د ماښام په تياره
او د سپوږمۍ په شنه رڼا كې
او په همدې به خوښ يم
له دې بدرنګو ليرې
او له دې كلي ليرې
د نوي ژوند په هيله
يو غرنى به شمه
او يو شپونكى به شمه.