خداى خو دې جوړ کړه ګلســــتان وطنه
سترګـــــــــــو وهلــــــــــــى جــــــانـــان وطــــنه
چــــې درتــه وګــــــــــورم ايــــــــره ايـــره شم
اى د نـــــــــــازو او احمــــــد خــــــان وطــــنه
دخـــــپله لاســـــــــه مــــــونـــږه ولــــــوټـــــلـې
تشه مــــيره شـــــــوې د بيــــابـــــــان وطــــنه
د جــــــوړولـــــــــو دى هيــــــڅ چل نه راځـــــي
نشته مـــيرويس او خوشحال خان وطـــــنه
اوس خـــــــو جـــــــوړ شـــــوې نا امــيده نه يو
تا کـــــــــې پيدا چې شـــــو يو ځوان وطــــنه
صفـــــدريــــــوال به دى په هر وخت ستائې
ځکــــــــه چــــــــې ته ئــــــــې قـــــدر دان وطنه