Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

شېرمحمد ښادمن

د اغند دڅپو ژبه ( دوهم ):
شېرمحمد ښادمن په 1350ل/1971م كال د پښين په اڅكزۍ مېنه (محله) كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر څوارلسم ټولګي پورې رسولې دي او اوس د يوه ښوونكي په توګه دنده ترسره كړي. له دوولسو كلونو راپه دېخوا شعرونه ليكي او د دې ترڅنګ په پښين كې د ”زلمي ليكوال“ نومې ادبي ټولنې غړى هم دى، چې په دې توګه يې د خپلې دندې ترڅنګ خپلې ادبي او فرهنګي هڅې هم روانې ساتلې دي. داسې ښكاري چې ښادمن شعر ته زياته توجه نه كوي، چې څو وجې لري. يو خو: دغې سيمې ته اوسني چاپېدونكي كتابونه په منظم ډول نه وررسېږي. بله دا چې: د اردو او انګرېزي ژبو اغېز هم ډېر دى او زيات كسان اكثره اردو كتابونه ګوري او اردو ليكنې يا شاعري كوي، چې دغو چارو هم په سيمه كه د پښتو د اوسني بهير ملا ورماته كړې ده. خو د وياړ ځاى دى، چې ښادمن بيا هم د خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبې پالنه نه ده هېره كړې او لا هم په دې ژبه شاعري او ليكوالي كوي.
ځينې شعرونه يې په هغه كټګورۍ كې راځي، چې د الفاظو تله يې درنه وي، كه چېرې په دغو الفاظو كې د هنرتوب او ښكلو خيالونو جادو هم ورځاى كړل شي، د شعر ارزښت به ډېر لوړ شي، ځكه د تخيل او فكر په عاطفي تړون سره شعر هنري او لوړ كېږي او بيا هرڅوك ورڅخه خوند اخيستلاى شي. نو دغه بريد ته د شاعرۍ د معيار لوړول هم ډېر مهارت، تجربه او مشاهده غواړي، چې اوسني شاعران يې بايد له پامه ونه غورځوي. ده خو پر سيمې راغلې غميزې نه دي هېرې كړي، ده خو ليدلي چې زياتې ناوې په هماغه پيل كې كونډې شوي او لاسونه يې د نكريزو پرځاى په وينو سره شوي دي. يا يې هم ټيكري د هديرې جنډه شوې ده.


اختره!
موږ خو هر وخت ته يادولې، خو په خپله راغلې
ډېر محترم يې پر موږ، ډېر يې قدردان اختره!

ډېر ځپل شوي دي، بې لاسه او بې پښو پراته دي
دې ظالمانو پرې راوستى دى توپان اختره!

ډېرې فرقې يې په كې جوړې كړې پښتون ختموي
بې اوره سوځي زموږ كونډې، يتيمان اختره!

زموږ ماشومان له ډېرې لوږې څخه ساه وركوي
ها وخت به راشي پرې راكوز به كړو اسمان اختره!

نور د ظلمونو تاب په هېچا پورې پاتې نه شو
ځي له وطنه، په ژړا دي افغانان اختره!

كه چېرې راغلې پر دې سيمه، نو په ياد يې لره
چې هېر يې نه كړې زموږ ګران افغانستان اختره!

ستا په راتګ باندې به ټول افغان يوموټي جوړ شي
بيا به سپرلى وي، نوم به ورك شي د خزان اختره!

هر وخت چې راشې نو پر مځكه چې قدم كښېنږدې
ستا تر قدم لانيدگ ښادمن ږدي خپل چشمان اختره!.


ګرانه!
زه د بېلتون غمونو كړمه سرګردانه، ګرانه!
جبر په جبر باندې اړوم له ځانه، ګرانه!

زما چې هروخت ګرېوان تر وي په ژړا د فراق
ما ته راپېښه ده له خپل څيرې ګرېوانه، ګرانه!

يا خو با ما د ژوندون لارې ټول په ګډه نيسي
ما ستا له غېږې څوك ايستاى نه شي اسانه، ګرانه!

ما ستا لپاره وو د هجر په شپه ډېر ژړلي
چې ته مې وليدې نو ورك شوم له هجرانه، ګرانه!

ستا صداقت، ستا محبت و موږ ته اوس ښكاره شو
چې تا كوچ وكړ او رخصت شوې له جهانه، ګرانه!

چا چې زموږ د ګران وطن خاوره په وينو سره كړه
خداى دې لو ټكه پرې ايله كړي له اسمانه، ګرانه!

زه خو له غير او له اغيار څخه ګيله نه كوم
نه ګيله من يم له پښتون او له افغانه، ګرانه!

ښادمنه! اوس هم انسانان يو د بل وينې څښي
مخ دې چپېږي له محكوم پښتونستانه، ګرانه!.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005