Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

صديق الله مشال

د اغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
صديق الله مشال د ملا حكمت الله زوى په 1358ل كال د زابل ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په برغنتو كلي كې زېږېدلى دى. ده د كوټې، هرنايي، بوري (لورالايي) او پنجاب په بېلابېلو مدرسو كې زده كړې كړي او اوس د بوري په كټوۍ كمپ كې استوګن دى. له څو كلونو راهيسې شاعري كوي، چې يوه ټولګه يې بشپړه كړې ده او اوس هم د شعر په چينه كې د خپل ذوق تنده ماتوي. شعر يې د الفاظو، فكر او خيال له مخې بېل رنګ لري، چې د نوښت او پرمختګ څرك په كې لګېږي.
كه چېرې يې خپله هنري غښتلې تجربه نوره هم وځلوله او مطالعې ته يې ډېر وخت وركړ، نو كېدى شي خپل شعر ته نوره پراختيا هم وركړي، ځكه نوموړى په خپل شعر كې دود نه پالي، بلكې هنر ته وده وركوي او الفاظو ته داسې هنري اروا وربخښي چې د سړي بشپړه هنري تنده ماتوي، يو پاړسي نيم بيتى دى چې: ”شيشه ْ شكسته را پيوند زدن مشكل است“، نوموړى هم په خپل يو غزل كې همدغه مفهوم رااخيستى، چې دا يو ښكلى ابتكار دى، خو په دغسې موضوعي كارونه كې بايد نوښت ته زياته پاملرنه وشي.
كه په هر غزل كې يې يو بيت همداسې وي، چې د نازكخيالۍ، فكر او نوښت په اب رنګول شوى وي، نو پوره شعر ته يو هنري تسلسل وركوي، چې ټول شعر په همدغه يوه ښكلي بيت ښكلى او ګلالى ښكاري. خو كه مشال نوره هڅه هم وكړي، داسې ډېر بيتونه به يې په هر شعر كې راڅرګند شي. يو وخت استادانو وړانديز كاوه چې د شاعر لاره په كار ده چې لومړى دې الفاظ، قافيه او تشبېهات سره كتار وليكي، بيا دې سره وليكي او د بيتونو بڼه دې وركړي، خو اوس مهال شعرپوهان دا خبره ردوي او ټينګار كوي چې شعر يوازې په الفاظو او تشو قافيو سره نه بشپړېږي، بلكې شاعر كه رښتيا هم هنري متره ولري، هغه كه د قافيې او رديف خيال ونه ستي، بيا يې هم هنر، هنر دى.


خير دى
خير دى كه مو مال نه شته، موږ توره لرو، ننګ لرو
نور كه مو هېڅ نه وي، له وياړونو ډك فرهنګ لرو
خير دى په دنيا كې كه د سرو سپينو كمى نه شته
موږ چې مرغلرې كړو توليد هغه نهنګ لرو
خير دى غليم كه مو ودانې ټولې ورانې كړې
موږ چې يې بيا سر په كې كوټو هغه هاونګ لرو
خير دى كه رقيب مو څو پوړيزې ودانۍ لري
موږ كه يو په غرونو كې د سپينو تورو شرنګ لرو
ووياړه مشاله! په دا خپله خاوره ووياړه
شكر په اسيا كې د افغان غوندې پالنګ لرو.

دروغجن
د مينې له درشله چې په تور، اور ايسارېږي
دا هسې مدعيان دي باوفا لېوني نه دي

د خپل په غم غمجن او په ښاديو چې ښاد نه شي
داهسې مړه بوتان دي، د هېچا سكني نه دي

چې خپله خوشحالي يې وي د بل په غم كې نغښتې
دا هسې ذليل ښه دي، د ژړا زړشيني نه دي

د حق چې پلوي كړي خو د تلې سر ته ګوري
دا هسې ځان غوښتونكي دي رښتيا مېړني نه دي.

غزل

د مينې تور داغونه هېڅ بدلون كله مني
چې زړونه سره يو شي بيا بېلتون كله مني

هندارې د زړګي په كاڼو مه وله ظالمه!
هندارې چې شي ماتې، پيوستون كله مني

ښوونه د ايمان چې ورته شوې وي، زانګو كې
هغه بيا د پرديو پوهنتون كله مني

د مور په پاكه غېږ كې چې د حق پر لاره پوه شي
هغه بيا و باطل ته اوښتون كله مني

د چا چې پلار نيكه د ډار خبرې كړې نه وي
هغه بيا د ډارنو پر پله يون كله مني

په تورو تاريكو كې چې څوك ويني د ځان ګټې
هغه بيا له مشال سره تړون كله مني.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005