Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عادل اڅكزى

د ارغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
عادل اڅكزى چې اصلي نوم يې سيدجان دى، د حاجي عبدالله جان زوى دى، چې په 1979م/1351ل كال د جنورۍ پر 13مه نېټه د چمن په (وار ملنګ محله) كې زېږېدلى دى. پلرنى ټاټوبى يې چمن دى. نوموړى وايي: ”له ګرانې پښتو سره مې هغه وخت مينه پيدا شوه، چې كله ما د كور څنګ جومات كې ديني زده كړه كوله، تر لسم ټولګي پورې مې د چمن په عالي لېسه كې زده كړې وكړې، چې دا 1996م كال و، اوس مهال پوهنتون وايم.
د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې زموږ په سيمه كې په ښوونځيو او پوهنځيو كې هېڅ د پښتو ژبې درس او تدريس نه شته. دلته كه چا پښتو زده كړې وي، يا يې ليكي، هغه د نوموړي خپله مينه ده“.
دى نظم او نثر دواړه ليكي. رحمان بابا، خوشال بابا يې خو په ماشومتوب كې لوستي، له درېيو كلونو راهيسې ده هم شعر ليكل زيات كړل، چې په بېلابېلو خپرونو كې خپرېږي. ځينې شعرونه يې په راډيويي خپرونو كې هم خپاره شوي، دغه راز نثري ليكنې هم كوي.
عادل له زياتو خپرونو سره قلمي همكاري كوي، چې د خپلو نورو دوستانو ليكنې او شعرونه هم زياتو خپرونو ته لېږي، چې دا يې يو ښه خدمت دى.
شعرونه يې ښكلي دي، دى د غزل تر څنګ ازاد شعرونه هم ليكي، چې په غزل كې بريالى ښكاري. په غزل كې د زخمي ماښامونو دردونه راسپړي، د شفق غمجن انځور او د نصيب سوځلې پاڼې، دغه راز د خپل ټوټې- ټوټې هېواد او بې اسرې وطن پر ټپونو هم وينې ژاړي. پر راروان ځوان نسل ږغ كوي چې د يووالي او ورورګلوۍ جذبه راژوندۍ كړي، خپل تېر تاريخي برم ته كتنه وكړي او ودې ګوري چې نړۍ ورسره څه كړي، دوى ته څه كول په كار دي او كوم كارونه يې لا نه دي كړي.
لكه په خپله عادل چې يادونه كوي، حكومتونو هورې پښتو له پامه غورځولې، ان چې دوى په خپله ژبه د زده كړې حق هم نه لري، نور كارونه خو پرځاى پرېږده.
دا د عادل په شان د ځوانانو مينه او لېوالتيا ده، چې خپله ژبه يې نه ده هېره كړې او خدمت كول يې خپل فرض ګڼي. د ده شعرونه د تغزلي رنګينيو تر څنګ د غم درد كيسې هم لري، چې دواړو ته يې پام كړى او په خپلو شعرونو كې يې ځاى كړي دي


غزل
راته په برخه دي دنګ غرونه، هم اواره مځكه
ربه! سمسوره په باران كړې، بې سينګاره مځكه

سپېرې بڼه يې لكه وچې شونډې داسې ښكاري
د وچكالۍ تر اثر لاندې شوله شاړه مځكه

څوك به پيدا شي چې زخمي وجود ټكور كړي ورته
و درملنې ته اړتيا لري بېماره مځكه

ربه تر هغه مې مه باسې روح له تنه څخه
چې كرار ومومي زموږ دا ناكراره مځكه

نه به كښېنو نور لاس تر زنې د عادل ملګرو!
راځئ ودانه كړو په خپلو مټو خواره مځكه.

غزل
ځان كړه سپرلى، ښكلې فضا خپره كړه
د سحرګاه په څېر رڼا خپره كړه
ژوند به يې مل له خوشبينۍ سره وي
چا چې په خپل زړه كې وفا خپره كړه
رقيبه! هله په تا وپوهېدم
چې د وير شپه دې پر دې خوا خپره كړه
قسمته! پاڅه نور څه نه شم زغماى
پر وچو شونډو مې موسكا خپره كړه

تش په يووالي كې برى دى نغښتى
عادله! ځه دغه وينا خپره كړه.

ماښامونه
د هجر په تيارو كې سوځېدلي ماښامونه
ترڅو به وي راپاته ويرلړلي ماښامونه

چې كله ګرانه ستا سره زما مينه پيدا شوه
په اوښكو مې لانده كړل، خندېدلي ماښامونه

عجبه طبابت دى پر ما هېڅ اثر نه كاندي
پراته مې پر زړګوټي دي داغلي ماښامونه

دا هر سړى په ژوند كې له كړاو سره مخ كېږي
كه ما ته په نصيب شولو ځپلي ماښامونه

كوي به كله كوچ چې مې لاس وړ شي د نكريزو
عادله! ستا په خوا كې دردېدلي ماښامونه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005