Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-01-21  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

ارمان

 

موږ خو يو سكني وروڼه
موږ زامن د يوې مور يو
زموږ وينه هم يوه ده
زموږ مينه هم يوه ده
چي پرې موږ سره ږغېږو
ژبه هم زموږ يوه ده
كور مو يو دى، دين مو يو دى
خو جلا- جلا اوسېږو
ته د مور په غېږ كې پروت يې
زه اوسېږم په پردېس كې
زما او ستا تر منځ ښامار دى
چي مو نه پرېږدي يو بل ته
وايه زه څنګه در تېر شم
راته خوله د ښامار وازه
ما به وخوري- ما به وخوري
خداى دي وكړي چي ويده شي
دا ښامار د مرګ په غېږ كې
او زما لاره شي خلاسه
بيا به زه هم د موركۍ غېږې ته درشم
ته به هر چاته په وياړ وايې وروركه!
چي زموږ كره راغلى زما ورور دى
د موركۍ به هم زړګى راباندې ښه وي
په ليدو به زما و غوړېږي نوره
راته وايي به چي ولې رانه لاړې
په جګړه دي وو اخته سره ټول وروڼه
زما د سر څونۍ يې كړله څيرې پيرې
زما تن يې په سرو وينو باندې سور كړ
ښه شو- ښه شو چي ته راغلې
له اوږدې پردېسۍ وروسته
له اوږدې بدمرغۍ وروسته
پردېسي خو مياشت، يا كال وي يا دوه كاله
ته يوه پېړۍ له مانه مساپر وې
ظالمانو وې بېل كړى زما له تنه
ستا كه هر څومره تاتمول و چي بيا راشې
خو ښامار و غزېدلى ستا په لار كې
شكر خدايه! چي ښامار له منځه و ووت
زه به سر د خپلې مور پر سينه كښېږدم
ورته وايم به چي مورې!
دا دى زه له خيره راغلم
ستا د دوو سترګو لپاره
ستا پړونى به نور نه لوېږي له سره
زياتي زه له خپلو وروڼو سره يو ځاى
ستا په غېږه كې اوسېږمه نور نه ځم
بس همدا زما جنت دى
چي ژوندون وكړمه دلته
د مرګ يون وكړمه دلته
***

25 سپتمبر 2006م كال / كوټه


 

باركوال مياخېل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005