Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عالمخان كامران

د ارغنددڅپو ژبه ( دوهم) :
عالمخان كامران د ميرزاخان كاكړ زوى په /1362ل/ 1983م كال زوكړى دى، چې اوس د پښين د بوستان په عمراباد نومې سيمه كې استوګن دى. له څلورو كلونو راهيسې يې شعر ته مخه كړې او تراوسه يې ګڼ شمېر شعرونه ليكلي دي. له ډرامه لكينې سره هم بې كچه مينه لري.
د خپل تخلص غوره كولو وجه دا ښيي چې د نوموړي ماتې او نااميدي نه خوښېږي، بلكې ډېر هيله من او هوډمن ځوان دى.
څرنګه چې ورور يې ازاد خان ازاد هم د شاعرۍ د يون يو تاند لاروى دى، نو د ده هم له درد، مينې او خوږلنۍ ډكه شاعري خوښېږي. د ده شاعري هم تانده او څپانده ده، داسې ښكاري چې دى زياتره نوي شعرونه لولي او ورسره ځانګړې مينه لري. خو پر ليكدود يې د اردو ژبې زيات اغېز پروت دى. ان چې اكثره وخت پښتو ډ، ړ او ټ د اردو ليكدود په بڼه كاروي، چې دا ستونزه د كوزې پښتونخوا د زياتو ليكوالو په ليكنو كې تر سترګو كېږي.
ځينې پوهان وايي، كه شاعر وغواړي، ونه غواړي، د ټولنې په مقابل كې ډېر مهم او دروند مسووليت لري، چې بايد درك يې كړي. هغه چا چې خپل مسووليت درك كړى وي، ژوندى پاتېږي، خو هغه كسان چې له دغه مسووليته اوږې سپكوي، د خپلو اثارو په ملتيا ضرور مري او هېرېږي، ځكه چې د ټولنې غوښتنې يې په پام كې نه وي نيولي او د هغې ارزښتونو ته يې درناوى نه وي ساتلى، يا يې هم خپل هنر د مادياتو په بدل كې پلورلى وي. خو شاعر بويه چې د ټولنې د هر مهال غوښتنې، د خلكو ارمان او هيله هم له پامه ونه غورځوي. بلكې بايد چې د ټولنې خلك د بدمرغۍ پر وخت د نېكمرغۍ رڼې جزيرې ته راوبولي. اوښكې يې وروچې كړي او د سبا د راتلو زېرى يې په اروا كې ورپو كړي.


حمد
څوك لرمه په دنيا كې
زما رضا ستا په رضا كې
بې له تا نه داسې څوك شته
چې قبوله مې دعا كـي
ته رحيم يې، ته رحمن يې
نه شته شك ستا په وفا كې
ځكه ستا مخ ته ژړېږم
ډېر اثر وي په ژړا كې
اى غفاره! ما صفا كړه
ډېر عيبونه دي په ما كې
ستا خدايي وه ما منلې
په وعده ”قال البلاء“ كې
چې كلام دې په شوق لولم
درد د زړه مې لا سېوا كې
په دنيا مې هم كامران كړې
هم سرخروى مې په عقبا كې.
2001_جولاى_13م كال- عمراباد كالج

سترګې
دا يو څو ورځې يې بيا وينم په خوبو سترګې
جوړې له څه دي، له سپوږمۍ كه له اورو سترګې
يو وار خو وګوره ظالمه! مخامخ و ما ته
څوك به دې نه كاږي اشنا په تش كتو سترګې
ستا څېره لمر او زما سترګې د سپوږمۍ په شان دي
ځكه روښانه مې شي تل ستا په ليدو سترګې
لكه عقاب دې سترګې كاږي له كوګله زړونه
جانانه! مه توروه نورې په رنجو سترګې
ډېر دى چې زه دې شوګيرو رنځور د زړه كړم ياره!
خرابې ته نه كړې اشنا! په شوګيرو سترګې
هېڅ د ښايست مثال يې نه شته د دا تورو سترګو
ستا ښايسته كړې دي اوږدو تورو بڼو، سترګې
كامرانه! ستا د تلو په وخت ما تنها ډېر وژړل
تويوي اوښكې همېشه پر بېلېدو، سترګې.

د غرمې په ډول
مخ ته مې ونيسه جانانه! د ايينې په ډول
زه دې بېلتون يمه سېزلى د غرمې په ډول

تا لكه اوښكه له نظره څخه واچولم
زه دې په سترګو كې ساتمه د لېمې په ډول

نور نو پخلا شه، مروره! نور لا څه وكړمه
ستا مېلمنې مې كړلې اوښكې د جرګې په ډول

تا په خپل لاس باندې ليكلى او لوستلى دې يم
زه يو كتاب يم، مكمل شوم، د كيسې په ډول

لكه سپوږمۍ اوس راپسې اوسه په نيمو شپو كې
زه درنه تېر شوم د سارا د قافلې په ډول

ستا په يوه اشاره ټول قربانومه تر تا
ما راوستلي رقيبان د صدقې په ډول

زه څه خبر وم، چې دردونه به دې وړم په عشق كې
ما خو راوړى تا ته زړه و، د تحفې په ډول

نوره مې ده له دې يارۍ توره توبه كامرانه!
اوس اخري خط ورلېږمه د ګيلې په ډول.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005