Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالاحد همنوا

د اغند د څپو ژبه ( دوهم )
عبدالاحد همنوا د حاجي محمد نبي زوى په 1342ل كال د كندهار په نورزو كوڅه كې زېږېدلى دى. په احمديه مدرسه كې يې خپلې زده كړې تر لسم جماعته پورې ورسولې، وروسته كوټې ته كډوال او هورې استوګن شو. چې هلته يې خپلې زده كړې په شخصي استادانو پيل او بشپړې كړې. بيا يې په همدغه ښار كې د مذهبي كتابخانې په نوم يو كتابپلورنځى هم جوړ او پرانيست، چې پر ديني، مذهبي او اسلامي كتابونو سربېره يې د لنډو كيسو او شعرونو ډېر كتابونه چاپ كړل، چې د ده له خوا اكثره چاپ شوي كتابونه د سواد له مخې د لومړنيو كسانو لپاره دي، چې زياتره نالوستي او كم لوستي كسان ورڅخه ګټه اخيستلاى شي.
د ده شعرونه كه لږ دي، زياتره يې په ملي اوزانو او ولسي مزاج برابر دي، چې له خپل هېواد او هېوادوالو سره يې خپله مينه په كې انځور كړې ده، چې سړى تر هنره د ده په شعر كې د ده له خوا وړاندې شوې موضوع او نظر ته ډېر ژر متوجه كېږي. ځكه دغه اړخ يې تر نورو هغو جوت او څرګند دى. كه چېرې د ده شعرونه د ترنم او موسيقۍ په سُر او تال كې راونغاړل شي، خوند او رنګ به يې نور هم زيات شي او هغه جذبه به يې نوره هم اغېزناكه شي، چې په شعر كې يې پرته ده.
زياتو كسانو په اروپا كې د ازاد شعر د رامنځته كېدو په بهير كې همدا ګيله كوله چې د شعر او تشو خبرو ترمنځ دې توپير وشي. دا مهال د نولسمې پېړۍ د پاى او د شلمې پېړۍ د پيل مهال و. دغو شعرپوهانو پرېكړه وكړه چې په شعر كې اصلي ارزښتونه، تخيل، انځور، فكر او ښكلا ده، چې په دې كې ازاد شعرونه هم راغلل، هغه د چا خبره د قافيې او رديف له قيده ازاد شعر چې ډېر ښكلي انځورونه په كې ځايېدى شي.
كه چېرې زموږ په ټولنه كې هم يوه كتنه وشي او اوسمهالي ټول شاعران مو هغه د چا خبره غلبېل شي، ښه او بد به يې جوت شي. بيا همدغه وخت كولاى شو ځينو ته د نثر ليكلو لارښونه وكړو او ځينو نورو ته د شعر لار غوره وګڼو.


يو افغان
موږ ټول په يو اواز يو، زموږ كور افغانستان دى
پښتون دى، كه تاجك دى، هزاره ټول يو افغان دى

دا خاوره نيكه ګانو، باتورانو ده ګټلې
پلرونو په سرو وينو ده و موږ ته راسپارلې
دا زموږ خپل اتفاق و چې تر اوسه مو ساتلې

دا وطن مو روح دى، هم مو سر او هم مو ځان ى
موږ ټول په يو اواز يو، زموږ كور افغانستان دى

دا هغه ستر هېواد چې له نامه يې څوك بېرېږي
بچيان يې شنه زمريان دي، په سره اور باندې ګډېږي
تاريخ يې و نړۍ ته لكه لمر داسې ځلېږي
د تورې په شرنګي يې لړزولى هندوستان دى
موږ ټول په يو اواز يو، زموږ كور افغانستان دى

غليم چې هرڅه وكړي، راتلاى نه شي زموږ پر خوا
بل څه نه دي ورپاته بېلوي نن ما و تا
په خپلو كې مو جنګوي، دى خوښ د ابليس دا

بيدار شئ وطنوالو! ددښمن فريب د شيطان دى
موږ ټول په يو اواز يو، زموږ كور افغانستان دى

دې خاورې لكه مور په محبت يې يو روزلي
اوبه يې د سينې پاكې تر مرګه مو څښلي
خواړه يې له وجوده زموږ لپاره راايستلي

تر داسې مهربانه مور همنوا سر قربان دى
موږ ټول په يو اواز يو، زموږ كور افغانستان دى.

صالح محـمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005