د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ):
عبدالباري درد د حاجي نظر جان زوى په 1979م/1358ل كال د كچلاك په لنډي كلي كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې هملته ترسره كړي، خو اوس زده كړې ترې پاتې دي او د سوداګرۍ په چارو بوخت دى. د دې ستړي كار تر څنګ يې شعر ليكل هم نه دي پرېښي، چې د يوې ټولګې په اندازه يې شعرونه ليكلي دي. شعر يې د هرچا د پوهېدنې وړ دى، ده اكثره غزلونه ليكلي دي.
څرنګه چې پخوانى پښتو غزل له اتمې هجري پېړۍ راهيسې خوندي شوى، خو د ځينو شعرپوهانو په وينا موږ ته يې بېلګې لږې رارسېدلې دي، كه په دې وروستيو كې غزل ته ډېره پاملرنه وشوه، ورسره د ازاد شعر وزرې هم وغوړېدې او زياتو ځوانو شاعرانو په دې فورم كې خپل هنري ذوق و ازمايه. خو بيا يې هم هغه محبوبيت نه دى ترلاسه كړى. ځكه عام ولس اوس هم يوازې قافيه وال شعر ته د شعر نوم وركوي او هغه شعر چې له دې قيده وتلى وي، د جوړښت له مخې نيمګړى ګڼي. ښايي همدا لامل وي چې د ښاغلي درد پاملرنه د غزل خوا ته ډېره ده.
غزل، د شعر داسې يو فورم دى، چې ظرافت او ښايست يې ډېر دى. دغه فورم له كرشمو او مكېزونو څخه ډك دى. كه ښه وليكل شي، هغومره يې راكښون او جذابيت زيات وي. نو ځكه زيات لوستونكي او مينه وال لري، كه درد د غزل د هوسۍ د رام كولو چل زده كړ، نو وبه كړاى شي، په دې فورم كې ښه ترا پرمخ لاړ شي او نور هم پرمختګ وكړي. په دې شرط چې د تكرار مخه ونيول شي او كه كومه نوې موضوع وكارول شي، ضرور نه ده چې بيا بيا دې راوړل شي. ځكه لوستونكي ستړي كوي او ډېر تكرار يې د نورې مطالعې مخه نيسي.
دلبره!
د مخ رڼا دې ده ښكاره پر درست جهان دلبره!
ته ځلېدلى ستورى يې پر روڼ اسمان دلبره!
مه كوه زما سره غرور و تكبر زړګيه!
بس ته مو مينه، ته مو يې د زړګي توان دلبره!
زما د زړه ګلشن دى هجر، په لمبو سوځلى
ستا په راتګ اغزن وطن شي ګلستان دلبره!
خپلو پردى كړم ستا له دره يې هم وشړلم
لكه شړي څوك له ګلشنه بلبلان دلبره!
درد منتظر ستا له يادونو سره شپې تېروي
راتګ به ستا ورته رڼا كړي ټول جهان دلبره!.
د وخت خويونه
د چا د مخ ښكلى تصوير مې شول خيالونه د وخت
لكه بې وخته چې څوك وويني ګلونه د وخت
د خوب تعبير ته هيله من وم د حسرت پر مځكه
څومره بدل كړ موسمونو ښه مخونه د وخت
د ظلم مخه نه په كريږو، نه په آن نيوه شي
نه به په خواست باندې څوك وتړي لاسونه د وخت
د مينه ناك ژوندون لپاره ته زړګيه همېش
په ورين تندي به وړې رنګ رنګ ښكلي نازونه د وخت
نه د ښكلا پردو كې پټ نه د ادا پردو كې
په علم پوهه كې پراته دي پټ رازونه د وخت
څه خاطرې د پښېمانۍ ورلره يوسه درده!
ګوندې په دغه ناز بدل كړې خپل خويونه د وخت.
هيله
د اسمان رنګه خاموشه زه ګونګى واى
يا پيدا په دې دنيا كې لېونى واى
صدقه ستا و بشر ته زما بشر واى
په انګار كې درته پروت زه سپېلنى واى
په ايرو كې به جانانه ما ستايلاى
بې له تا به ټول جهان ته زه پردى واى
ژوند مې ستا واى، مرګ دې زما واى، اى جانانه!
كاشكې ستا پرځاى هغه وخت زما مرګى واى
درد په زخم كې نڅېږي بېكرار دى
درد به نه واى بېكرار، كه يې زړګى واى.