Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالباري روحاني

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
سيد عبدالباري روحاني د حاجي محمد انعام روحاني زوى، په 1359ل كال د كندهار، ډنډ ولسوالۍ په نجات نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. خپلې زده كړې يې د كندهار په عالي دارالمعلمين كې تر څوارلسم ټولګي پورې رسولي او اوس مهال د شاه محمود هوتكي لېسې سرښوونكى دى.
څرنګه چې پر هېواد ډول- ډول خونړي حالات راغلل، سره او شنه انقلابونه بدل رابدل شول، خلك له كومې ګناه او خطا پرته د ژبې، توكم، رنګ او سيمې په لحاظ وځورول شول، وكړول شول او ووژل شول. نو پر ټولنه هم يو داسې ذهنيت حاكم شو، چې د ښو او بدو توپير يې هر چا ته ګران كړ، زموږ يو ژوندى نسل د بېسوادۍ- نالوستۍ او ټولنيزې لالهاندۍ په ډنډ كې غوپه شو او زياتې ميندې د خپلو شهيدو اولادونو په وير كې زړې شوې. ايا دا حالات چې څنګه تېر شول، هغسې به ژر هېر شي؟
نه! دا هرڅه د ولس په ذهن او زړه كې خوندي دي او همدغه خوار ملت د قربانيو په وركړې سره د يوې داسې ورځې تمه درلوده، چې هېواد يې سمسور او ودان شي او دوى خپل برخليك په خپله وټاكي، نه د بل چا په لاس.
ولس د همداسې ورځې تمه له لاسه نه ده وركړې، خو ولس ته د داسې يوه مثبت پاڅون او بدلون شعور يوازې د ليكوالې او قلموالې طبقې له خوا وركول كېږي، چې دلته بيا د شاعرانو ونډه هم له پامه نه شو غورځولاى.
د روحاني غوندې كسان چې د پوهې او هنر مينه وال دي، دوى بيا په كلتوري ډګر كې د قلم پر زور او قوت ټينګار كوي، دوى وايي چې قلم د انسانانو برخليك ټاكي، بايد چې قدر او درناوى يې وشي. د ښوونكي مقام ته دې په درنه سترګه وكتل شي، ځكه چې د هېواد د راروان نسل سترګې رڼوي او سمې لارې ته يې رابولي.


د معلم په وياړ
په افغان كې خدمتګار هېواد وينم
دى معلم چې بې معاشه خدمتګار دى

وظيفه كې يې رشوت خيانت نه وينم
په رښتيا چې وظيفه كې ډېر راستګار دى

معلم ونه د ثمر مېوه يې وينم
په رښتيا چې په نړۍ كې ښه نامدار دى

د ټوپك پر زر قلم د جنګ يې وينم
په رښتيا چې زورور تر ټوپكدار دى

د اسلام په ګټه تل يې چوپړ وينم
په رښتيا د پاك اسلام تل طرفدار دى

ښه څېره يې نارنجي رنګ غوندې وينم
په رښتيا چې ټوله ورځ اخته په كار دى

پاچايان زه د ښوونكي تابع وينم
د پاچا غوندې انسان يې تابعدار دى

څه پوهان چې د دنيا نن ورځ زه وينم
په رښتيا چې د معلم د لاس ثمار دى

وظايفو كې چې ښه وظيفه وينم
په رښتيا چې معلمي يو ښه كردار دى

روحاني يې د خدمت نښه تل وينم
په رښتيا چې د وطن تل خدمتګار دى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005