Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالبصير سمسور

د اغند دڅپو ژبه ( دوهم )
عبدالبصير سمسور د عبدالستار زوى په 1364ل كال د زابل ولايت، كلات ښار كې زوكړى دى، چې اوس- اوس خپلې منځنۍ زده كړې پرمخ بيايي.
زابل ولايت خو د حماسو، ادبي پنځونو او هنري غنا يوه داسې زانګو ده، چې په خپلو ارتو دښتو او دنګو غرونو كې يې سرلوړي پښتانه، د تورې او قلم څښتنان روزلي دي. په دغسې ولايتونو كې نه اكاډمۍ شته چې منظم كارونه وكړي، نه هم نور پراخ فرهنګي ارګانونه، بلكې هر ځوان يې په خپلسري ډول راټوكېدلى او ځلېدلى دى. د نېكمرغۍ ځاى دى چې دغه بل څراغونه د دغه ولايت پر فرهنګ رڼا خپروي او په ادبي لحاظ يې ځلولى دى.
يو وخت خو پښتو دښمنه وګړو هيله لرله، چې د خپل كلتوري ستم او تېري په ذريعه به ټول پښتني ارزښتونه له منځه وړي او په ملي كچه به دوى محو كړي، خو موږ وينو چې نه يوازې پښتانه له نړۍ څخه محو نه شول، بلكې لا راويښ شول او اوس مهال خو ډېره هيله ترېنه كېدى شي. كه څه هم اوسني دولت يوازې ديوه قشر په چوپړ كې دى او پښتانه يې په حاشيه كې راوستلي، خو دغه ملت په خپله د خپلو كلتوري ارزښتونو پالنه كوي، چې نه ورباندې د دولت احسان پروت دى، نه هم د فنډ وركوونكو.
دا په خپله څرګندوي، چې دغه وياړمن ملت د تورې تر څنګ د قلم توريالى هم دى، چې تاريخ يې په وياړونو، تورو او برياوو ډك دى. هېڅوك هم ورباندې سترګې نه شي پټولاى. سمسور هم يو سمسور ځوان او په هنري ډګر كې تنكى نيالګى دى، چې اوس يې نوى د شعر نړۍ ته مخه كړې، دا مهال يوازې شاعري كوي، خو له قلم او استعداد څخه يې ښكاري چې د نثر په ډګر كې به هم ښه وياړونه خپل كړي.
ارواښاد خادم خو پخوا ويلي وو: پښتانه د شعر له لارې د نثر ډګر ته ګام ږدي. ځكه چې شعر يې په اروا او خټه كې حل شوى، پښتانه ماشومان چې نړۍ ته سترګې غړوي، نو پښتنې ميندې ورته د غيرت شيدې وركوي، په ذهن كې يې د ټپو، سندرو او نارو په مرسته د پښتني كلتور وياړونه لېږدوي.


وزرونه
لكه پتنګ چې په سور اور باندې وزرونه وهي
داسې مې زړه جانانه! تا پسې وزرونه وهي
چې څوك مجنون غوندې په مينه كې صادق وينم
داسې مې وينه په رګونو كې موجونه وهي
كه د ادم د رباب ترنګ وي د ستايلو لايق
د درخو زلفې هم په مخ باندې ټالونه وهي
بلبلان ګوره چې په ګل باندې شيدا ښكاري
ظالم صياد ورته په لاره كې دامونه وهي
چې يو مې يار وي او بل زه يم غماز نه وي هلته
زما سمسور زړګى همدغسې خيالونه وهي.

احساس
احساس دې زړ دى اى بېغم پښتونه!
اغيار كړي خود په تا ستم پښتونه!

ستا د نيكه په تاريخ لوبې كوي
توره او ډال يې كړل برهم پښتونه!

نور له تيارو ځان بيرون كړه ګرانه!
ورودانګه په صبحدم پښتونه!

ته د خالد او د ميرويس بچى يې
نه يې له هېچا نه ته كم پښتونه!

د ګل په شان به درته غېږ پرانيزو
له ځانه جوړ كړه، ته شبنم پښتونه!

دا زخمي زړونه يې زغملاى نه شي
ټپو ته ځان جوړ كړه، ما هم پښتونه!

قلم ته لاس كړه ټوپك وغورځوه
كور دې كړه جوړ بس يو حرم پښتونه!

سمسور وايي څوك مو بې ازاره سوځي
ځاى د دوى شي جهنم پښتونه

جانانه!
دا تور وربل كې مې كړه ګل جانانه!
يا مې نتكۍ كړه، يا چارګل جانانه!

په غټو سترګو چې نظر كړي ما ته
په زړه مې جوړ كړي تزلزل جانانه!
باڼه دې نه دي مزاييل دي اشنا
ايرې دې كړمه لكه ګل جانانه!
دا د پښتو متل خو ياد ولره
چې خپل عمل د لارې مل جانانه!
د پښتنو مخ ته چې خنډ جوړوي
نور دې خداى ورك كړي دا مغل جانانه!

سمسور وايي مه كړه په خپل حسن غرور
رو به دې واخلي عزراييل جانانه!.

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005