Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

اشرف مفتون

عبدالباري جهاني
 د مشکو کاروان له کتاب څخه
 د اشرف مفتون په باره کی به صرف دونه ووایو چی هغه د پښتو ادب د شلمی پېړۍ یو له سترو شاعرانو څخه دی، او په تېره بیا ددې پېړۍ په دوهمه نیمایی کی یې داسی آثار ولیکل چی د پښتو د شعر له تاریخ سره به د تل دپاره ژوندی پاته وی. اشرف مفتون د صوبه سرحد د چارسدې په سیمه کی د نولس سوه پنځه لس ميلادی په شاوخوا کی زېږېدلی او یو فلسفی شاعر دی. د انسانیت، د غرور او عظمت مین دی . په پاکۍ او ایماندارۍ پسی سرې سترگی گرځی او د احساس په دنیا کی به داسی موضوع نه وی چی ده د خپلو شعرونو قالب ته راوړې نه وی، او ورباندی ږغېدلی نه وی. په دې سلسه کی یې هغه شعر د توجه وړ دی چی د بېلتون په نوم یې لیکلی دی.
 الوداع د وصال ورځو اې د عیش او نشاط ورځو
 الوداع د یار دیدنه د اشنا د رباط ورځو
 نن د عشق په کاشانه کی د هجران توری تېری دی
 د یوسف په بېلتانه کی د یعقوب سترگی ړندې دی
 کجاوه خالی پرته ده پکښی ښکلې لیلا نشته
 د پېنزېبو شرڼا نشته آه د مینی خندا نشته
 په صحرا د کیکر بوټی ورځ تر ورځه به وچېږی
 د مجنون اوښکی شوې وچی اوس په څه به سېرابېږی
 فرهاد مړ د غره لمن کی کور شیرینه په ژړا ده
 ماتمی سرود ږغېږی گرد چاپېره واویلا ده
 سپوږمۍ تندر ده نیولې له دنیا ده مروره
 یا جادو یې په ځان چف کړ راته ښکاری جادو گره
 په اسمان د قطب ستوری چېرته ورک دی لیدی نه شی
 ډوب په غم کی کاروان پروت دی تر پړاو رسېدی نه شی
 تندر پرېوتی په ونو جاله سوې مرغۍ سوی
 د فراق په سرولمبو کی باغ سوځلی باړۍ سوی
 دوړېدلی وچی پاڼی د گلاب خورې ورې دی
 رڼینه پتلۍ له غمه په زوزانو کی پرتې دی
 شمعه مړه توره تیاره کی سرگردانه پروانه ده
 رباب مات دی شراب توی دی دړی وړی پیمانه ده
 د وصال کښتۍ ده ډوبه د فراق په سمندر کی
 منتظری دواړه سترگی انتظار کوی گودر کی
 اې د خیال کارغه اوس دو شه د امید اواز دی ناست دی
 د ماشوم هسی له زاڼو ستا د سپین کټوری خواست دی
 میا سید رسول رسا، چی پخپله هم شاعر او مشهور محقق لیکوال و، د اشرف مفتون د شاعر د نیا په نوم شعری مجموعې باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکی چی د مفتون صاحب د نیا د خوبونو دنیا ده . هغه د دې حقیقی زړه چاودی او زهره چاودی دنیا مردم ازار مخلوق نه بېزاره دی او چېرته خیالی دنیا کی په جنتی او معصومو خوبونو کی غرق، د دنیا له خلقو نه پټېدل غواړی، او د حسن او عشق په رڼینیو کی د آسمانی دنیا د دلفرېب منزلونو ترمنځ، د زړه د پټو ارمانونو پوره کېدل غواړی. او دا یو کیفیت زموږ شاعر په شل رڼه رڼینو مختلفو شکلونو بیا بیا پېش کړی دی.
 د میا سید رسول رسا د دې خبری تصدیق د اشرف مفتون په هغه شعر کی ډېر څرگند دی چی تنکۍ جنۍ ته یې لیکلی دی.
 د ښایست د باغ غوټۍ یې د تنکۍ څاڼی د پاسه
 مرغلره په سیپۍ کی لا محفوظه د غواصه
 د شاعر د خیال فردوس کی اومه خوله ماشومه حور یې
 د مینو سترگو وړاندی ته جلوه د کوه طور یې
 میاشت نرۍ تازه څرگنده د رمان ښکلی اسمان کی
 ستاره نوې ځلېږې د الفت په شبستان کی
 پاکیزه څاڅکی د پرخی د ژوندون پاڼی د پاسه
 لا د عشق د لمر له تاوه بېخبره بې وسواسه
 د فطرت د تار الوتې زړه راښکونکې ترانه یې
 د قدرت په گوتو سازه د مرمرو پیمانه یې
 پیغمبره د دې دور په دنیا پیغمبری کړې
 بیا ساحره یې د حسن په دنیا کی ساحری کړې
 شهزادگۍ یې ناز پروره د ځوانۍ مستو خوبونو
 شاپېرۍ د مکیز ډکه د الفت د لوړو غرونو
 رومانی ښایسته جهان کی ښه لبرېز جام د شراب یې
 زهره چاودی ژوندانه کی د جنت یو رڼین خواب یې
 په ساده او ماشوم حسن کی بېشانه شاعری ستا
 په تنکو نادانو سترگو کی بې کچه دلبری ستا
 گواره کی د غفلته لا اوده یې ناز پروری
 ستا ځیگر کی بلی نه دی لا د عشق تېزی شرری
 خبر څه یې چی د نیا کی انتظار لا څه ته وایی
 نشه باب د سرو شرابو مست خمار له څه ته وایی
 څه خبر یې په ځوانۍ کی دردو سوز محبت څه وی
 خوشالی د وصال څه وی بدحالی د فرقت څه وی
 شپه او ورځ د زړه د څړیکو د فریاد نه آگاه څه یې
 د د نیا د جور ستمه د بېداد نه آگاه څه یې
 غم په زړه کی د معشوقی لا د جور و جفا نشته
 په تنکی زړه کی دی وېره د ظالمی دنیا نشته
 د ماحول د ناکردو نه د ظلمونو خبر څه یې
 د ظالمو رواجونو د رسمونو خبر څه یې
 لا ته نه یې خبر داره د زړگی سوی دردونو
 لا واقفه خدایږو نه یې د هجران سړو آهونو
 خدای دی وکی ژر تر ژره ستا پر حسن شباب راشی
 دې نادانه ماشوم ژوند کی یو عظیم انقلاب راشی
 بیا تپوس به درنه وکړم چی تنکۍ محبت څه وی
 خوشالی د وصال څه وی بد حالی د فرقت څه وی
 په هغه غزل کی چی اشرف مفتون خپل ځان د هر څه مالک بولی او فکر کوی او یا یقین لری چی د خوشالۍ انتها او هغه صحرا له ده سره ده چی ټوله نړۍ یې تلاښ کوی . او یا په ډېر غرور سره وایی چی د خیال پرواز د زړه گداز او د ژوند ساز ټول له ده سره دی . د اشرف مفتون د کلام زور له ورایه ښکاری. هغه موږته نه وایی چی دا غزل یې کله لیکلی دی، خو څرڼه چی میا سید رسول رسا په دغه وخت کی هغه ته زلمی شاعر وایی نو موږ ویلای سو چی دا به یې د پاخه زلمیتوب کلام وی. پوخ زلمیتوب هم ځکه ورته وایو چی هغه خپل کلام د مجموعې په توگه چاپ ته سپارلی او مشهورو لیکوالانو او څېړنکو د یوه ښه شاعر په حيث پېژندلی دی.
 نن د دنیا د خوشالۍ انتها ما سره ده
 زما خواهش زما ارمان تمنا ما سره ده
 آ د ښایست په میو مستی دوه خماری سترگی
 آ د مکیز کاته مېرمنه زهرا ما سره ده
 توره وریځ، نرۍ پونه مازیگر باد د سپرلی
 د سیند په غاړه شین کبل کی تنها ما سره ده
 پرواز د خیال گداز د زړه ساز د ژوندون د رباب
 د شاعرۍ د صحرا ښکلې لیلا ما سره ده
 د چا د لاسه یې هجران کی لېونی یمه زه
 هغه وحشت هغه سودا لېونتیا ما سره ده
 حیرت د حورو د جنت د فرشتو تعجب
 حسن و زهد لکه و په خندا ما سره ده
 د چا په مینه چی مشرک، ملزم کافر مجرم یم
 هغه معصومه پاکدامنه گناه ما سره ده
 هیڅ ضرورت می د منت زارۍ مغان ته نشته
 می و مستی کاسه ساقی او مینا ما سره ده
 په لنډ ډول ویلای سو چی اشرف مفتون د پښتو ژبی د معاصر ادب د لویو شاعرانو په کتار کی راځی. او د هغه د لوی والی شاهد پخپله د هغه رڼین او فلسفی کلام دی.
 خدایه محشر کی به وصال د اشنا وی کنه وی
 دیدن د حسن به تقصیر او گناه وی کنه وی
 په تصور کی یې د زلفو په ټالونو زاڼم
 د سترگو لاندی که نیازبینه لیلا وی کنه وی
 جام د شراب کی په تا تا او په شرڼا گرځی
 که میخانه کی د پېنزېبو شرڼا وی کنه وی
 حسن کعبه زه ربه مینه عبادت گڼمه
 خیر دی که ستا رڼ پکښی مینه وفا وی کنه وی
 د عشق ډېوه د زړه ډېوټ کی تر سبا بلېږی
 که توره شپه کی ستا د حسن رڼا وی کنه وی
 مضمون د شعر په جنت کی ناز ستم غواړمه
 حورو کی جور و ستم ناز و ادا وی کنه وی
 که زړه می غواړی د کافر جانان دیدن می وکړای
 تلل به دوزخ ته له فردوسه په غلا وی کنه وی
 د لېونو شان کله خاندم کله ژاړمه زه
 که څه خبره د خندا د ژړا وی کنه وی
 د اشرف مفتون شاعری د یوه ویښ وجدان ږغ دی. هغه د شعر په قلمرو کی هیڅ مسله نه ده پرې ایښې. او چی په زړه کی یې هر سوال گرځېدلی دی نو هغه ته یې په ډېره بې پروایی د خپلی خوښی سره جواب ورکړی دی. دی پخپله د کاواکی په نوم مجموعې په نوم مقدمه کی لیکی چی زه ژوند پرست او انسان پرست یم. زه انسانی ژوند د هر قسمه غیر ضروری قیدو بند ، ظلم زیاتی نه ازاد او بې نیازه غواړم.که د انسان په سترگو مذهبی تعصب پردې خورې کړی وی، نو ما به یې ورته پام کړی وی.که په ده د خپل اقتدار د خاطره چا د مشرۍ کوښښ کړی وی نو ما به سکونډلی وی.که ته په ځای د سپورو ریشتیاو، ښایسته دروغو خوند ورکړی وی،نو مابه یې تعریف کړی وی. که دی د زر لالچ شمکوره کړی وی،نو ما به ورته د مینی ډېوه بله کړې وی. که دی می د غلطو رسمونو رواجونو په زولنو کی لیدلی وی، نو ما به ورته ر زولنو د شلولو تلقین کړی وی.او هم د دغو جذباتو احساساتو په رڼا کی ما کاواکی لیکلی دی، او گرانو لوستونکو همددغو جذباتو احساساتو په رڼا کی به یې لولی.
 چی بېځایه زیات خلوص وی چی بې وخته مروت وی
 زه شکی شم هسی نه چی چېرته بیا څه شرارت وی
 ذوق او فکر چی وی ښکلی زړونه ډک له پاکی مینی
 زندگی یو رڼین خوب وی دا دنیا لکه جنت وی
 د آدم اولاد به دا رڼ تر قیامته وی نالانه
 چی ایمان یې په زور زر وی عقیده یې په طاقت وی
 د احساس فطرت به څه رڼ دې ماحول کی شی خوشاله
 چی وحشی شان سیاست وی خونړی شان قومیت وی
 ژبی گوڼی جذبې مړې وی انصاف کوڼ فکر خاموشه
 ملک په شان د هدیرې وی چی جابره حکومت وی
 زه به هم ستا بندگی ته پاکه ربه غاړه کښېږدم
 عبادت که محبت وی که مذهب انسانیت وی
 لباسی جمهوریت به ترې نه زر ځله لوگی کړم
 که اشوک او اکبر شان په دنیا کی بادشاهت وی
 د اشرف مفتون د شعر یو کمال کی فلسفی رڼ او ژور توب دی، نو بل کمال یې د ښایست سره سادگی ده . د هغه کلام د پښتو ژبی د نو رو لویو شاعرانو په څېر هم له مفهومه ډک دی او هم یې پوهېدل تقریبا هر لوستونکی ته اسان دی.د هغه شاعری فطری او طبیعی ده. او دی پخپله د وږمې په نوم مجموعې باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکی چی زما په خیال شاعری د زور څیز نه دی. دا د تاثر څیز دی. د دې دپاره ما دوږمې په هر غزل باندی تاریخ لیکلی دی.ځکه چی لوستونکو ته معلومه شی چی نن کوم شعرونه ما لیکل هغه هفته وړاندی ما ولی نه لیکل. یا سږ کال چی زه څه لیکم دا دوه درې کاله مخکی ما ولی نه لیکل. خو تاثر او الهام نه و، ځکه دا شعرونه هم نه وه. د اشرف مفتون شعر الهام دی. او هغه دخلکو سره ددغه الهام په شریکولو کی هیڅ بد نیتی او تڼ نظری نه ده کړې.
 زما مینه بې وفا ده زه یې پرېښوم د اشنا شوه
 څه بې پته محبوبا وه ما نه لاړه د بل چا شوه
 زړه می څومره سخت لېواله د مستۍ او د ښایست دی
 کومه ښکلې چی موسکۍ شی راته وایی دا زما شوه
 په تقدیر او په تقصیر به بیا خفه یې که خوشاله
 که داستا اختیار زما شو او زما مجبوری ستا شوه
 ما وې عقل کی می زیات شی زما مینه به شی کمه
 څومره عقل چی می زیات شو هومره مینه می سوا شوه
 په فطرت او شرافت کی خدایه څومره تفاوت دی
 چی بیداره وه نیکی وه چی اوده شوله گناه شوه
 نور څه نه و حقیقت کی د ماحول ظلم و ستم و
 چی مجنون خوار لېونی شو او لیلا خواره رسوا شوه
 په غربت او تڼدستی کی می یاران او خپلوان ورک شول
 عجیبه غوندی کار وشو ښاریه راته بېدیا شوه
 ته به کرکه کړې که مینه اې نا ترسه ذوقه وایه
 که گنجۍ چقړه پېغله چېرته تا باندی شیدا شوه

عبدالباري جهاني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005