Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالحبيب الفت

دارغنددڅپو ژبه ( دوهم ) :
غزني ولايت كه له يوې خوا په خپله وياړمنه خاوره كې د سلطان محمود غزنوي د ادبي بنډار سيمه ده، له بله پلوه د يوشمېر داسې قلموالو سيمه هم ده، چې ګرده سيمه پرې ښكلې ده. دا خبره هم د يادولو وړ ده، چې غزنوي دولت په لسمه ميلادي پېړۍ كې جوړ شوى و او دا لرغونتوب هم يو بل ستر ارزښت په ګوته كوي، چې موږ يې يوازې له فرهنګي او ادبي جاج څخه ځان خبروو، محمودغزنوي كه په خپله ادبپالنه او فرهنګپالنه شاهنامه راوټوكوله، نننى ادبي بهير يې هم سړي ته د هغه مهال ادبي بهير او شالد (پس منظر) تداعي كوي.
عبدالحبيب الفت هم د غزني ولايت، د ناوې ولسوالۍ د رحمان كلا د كلي يو تاند او ځوان شاعر دى، چې په 1364ل كال د خوشال صاحب په كاله كې وزېږېد. د دغه ښار د كرامتونو پرتم او بركت و، چې نوموړى يې له 1378ل كال راهيسې شعر ليكلو ته وهڅاوه، چې شعرونه يې د يوې ټولګې په شا و خوا كې دي. د ې تر څنګ يې څه ناڅه نثرونه هم ليكلي او كېدى شي په نژدې وختونو كې عملي ډګر ته راووځي، په دې مانا چې كوم عملي فرهنګي كار ته به هم لاس وغزوي.
موږ په تورو ايرو كې ډېرې پټې مرغلرې لرو، چې بايد رابهر شي، وځلول شي او د ټولنې په غېږ كې خوندي شي. ځكه همدا ځوان فرهنګپال او قلموال دي چې بايد خپله ژبه د نورو سياله او په پوهنيزو توكو يې بډايه كړي. دربار، ارګ او چارواكو خو پر دغې وياړمنې ژبې سوداوې كړي او خوار، بېوزلي او كموسه ځوانان يې د پالنې لپاره ملاوې تړي.
د عبدالحبيب شاعري هم د روانو حالاتو انځورګري ده، چې ډېر انځورونه په كې خوندي دي. پر شعرونو يې د يوې لويې تراژېدۍ سيورى خپور دى، چې د ده تنكي احساسات هر سړي ته د ده د خواخوږي زړه څرنګتيا په ګوته كوي، كه څه هم د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت له كورنۍ سره اړيكي نه لري، خو دغه تخلص يې له هغه سره د خپلې بې كچې مينې له كبله پر ځان ايښى دى. دا هم د ښاعلي حبيب الفتناك شعرونه:


ماتې كړې
زهري خنجر مې بيا د صبر زولنې ماتې كړې
تا چې له ما سره د هيلو څو وعدې ماتې كړې

چې په كې ما ته به د ښكلو تصور ښكارېده
د هجر غشي مې د زړه هغه ايينې ماتې كړې

تېره خنجر مې د قسمت بيا پر ګوګل يخ شوى
اوس يې د سترګو خوا ته ځكه سرې ولې ماتې كړې

چې لا پخوا و د جفا مې پر ځيګر ښخ شوى
هغه اغزي نن د زړګي نرمې ښيښې ماتې كړې

الفته! خود به نور څښې ترخه ترخه جامونه
د بخت څپېړې دې په لاس كې سرې پيالې ماتې كړې.

د ستم سكروټې
دلته جامونه پيمانه د زهرو
پيالې د شهدو نه دي چا ځبېښلي
خوله همېشه به يې زقوم غوندې وي
چا چې سرې شونډې د دنيا ځبېښلي

په څه به وژني د ستم سكروټې
چې يې د اوښكو سېلابونه نه وي
څنګه به هيلې د رقيب لمبه كړي
د چا په آه كې چې اورونه نه وي
چې رغړېدلي د جهان پر غولي
له هغو سترګو نه رودونه زېږي
د ژوند په كور كې لذتونه نه شته
له هره ګوټه يې غمونه زېږي
كله به هسكې شي د غم جنازې
د خوشحالۍ له دې معصومو لېڅو
كله به ماتې شي كړۍ د ظلم
الفته! ستا له دا مظلومو لېڅو؟.

سودا
په خيال كې چې مې ستا د مخ سودا ګرځي راګرځي
لېمو كې مې سرې اوښكې په ژړا ګرځي راګرځي

په ښكلو د دنيا مې تږې سترګې نه اوبېږي
په زړه كې چې مې ستا د مخ ښكلا ګرځي راګرځي

د مينې سره مجمر كې تور لوګى شوم لاسوځېږم
په شان د سپېلني يو دود پر ما ګرځي راګرځي

پيالو كې د لېمو لږ د ديدن خيرونه وركړه
كوڅه كې دې الفت لكه ګدا ګرځي راګرځي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005