د ارغند دڅپو ژبه (دوهم) :
عبدالديان تكل د الحاج مولوي غلام حبيب زوى، د غزني ولايت، د جنډې ولسوالۍ د وسنې نومې سيمې دى. خو نوموړى په 1357ل كال په هلمند ولايت كې زېږېدلى دى. په 1350ل كال هلمند ته كډوال شوي وو، چې په (مارجه او نادعلي) ولسواليو كې يې استوګنه غوره كړې وه. تر كمونيسټي كودتا دوه كاله وروسته كوټې ته كډوال شول، چې اوس هم هورې استوګن دى.
لومړنۍ زده كړې يې هورې په كوټه كې تر شپږم ټولګي پورې د افغان كډوالو په يوه ښوونځي كې ترسره كړې، تر شپږم ټولګي وروسته يې ديني زده كړو ته مخه كړه، چې عربي، نحو، صرف، بيان، بدېع، اصول، منطق او فلسفه يې هم ولوستله. اوس د علم الكلام (عقايدو) او فقهې لوړ كتابونه لولي.
له ماشومتوبه يې له شعر سره مينه لرله، خو كله چې د كندهار اطلاعاتو او كلتور رياست ودان او فعال شو، نو د طلوع افغان ورځپاڼه، ارغند جريده، كندهار مجله او نورو خپرونو يې د شعرونو په خپرولو سره دى شاعرۍ او ليكوالۍ ته زيات وهڅاوه.
شاعرۍ يې تر ډېره حده خوږلني او هنري ښكلا خپله كړه، ګڼ شمېر شعرونه يې تر مينه والو پورې ورسېدل او ده هم د نورو شاعرانو له تجربو سره بلدتيا پيدا كړه. د ده شعرونو تر ډېره كچه هنري ارزښتونه خپل كړي، دى هم خپلې شاعرۍ ته بندونه او پولې نه تړي، بلكې تر ډېره كچه د خيال لوړوالي او هنري ځلا ته پام ساتي.
تر ازادو شعرونه په قافيه والو شعرونو كې ډېر بريمن ښكاري. كه دا لار يې پرې نه ښوده، نوډېر پرمختګ به وكړي.
ځينې خلك فكر كوي چې ازاد شعرونه كې د قافيو او رديفونو له قيده ازاد دي، هومره اسان هم دي، خو شعرپوهان دا خبره نه مني، هغوى وايي چې يو شاعر بايد لومړى په قافيه وال شعر كې ځان شاعر ثابت كړي، بيا دې ازاد شعر وليكي، هغه هم په دې شرط چې په دې فورم كې خپل خيال ښه وغزولاى شي او نوښت وكړي. تكل ازاد شعرونه ليكي، خو شمېره يې كمه ده، دا يې هم د شعرونو يو څو بېلګې:
غزل رانيسم
د غروب كيف شومه ګودرو نه غزل رانيسم
بيا د ښايست له پيغمبرو نه غزل رانيسم
خيال مې د ستورو له اسونو سره ګرځي همېش
بس د رڼاوو له عسكرو نه غزل رانيسي
غواړم چې اوښكه شم، بڼو باندې ټالۍ ووهم
د درد په لاس باندې پرهرو نه غزل رانيسم
بل څه يې نه زده يو مرګى مرګى خو ډېر يادوي
زه چې د سترګو له خبرو نه غزل رانيسم
د مينې ښار ته برخليك مې تكل راوستلم
او د نازونو له زرګرو نه غزل رانيسم.
پرتم
حُسنه! د تورو سترګو نم غوندې يې
چا ويل سراب يې، د عدم غوندې يې
ته مې د عشق د بېخوديو كيف ته
د مسېح دم يې، د زمزم غوندې يې
درخو به وګټې د مينې په تار
زما مين انده! د ادم غوندې يې
پرېږده غزل مې سلګۍ وڅڅوي
خياله! د خپل كلي د چم غوندې يې
چې غږوې ګودر ته پېغله شپېلۍ
دا خو تكله! د پرتم غوندې يې.
سندرې
ژوند لكه د اوښكو سمندر سندرې ووايي
څوك چې يې جنون ته د خطر سندرې ووايي
كله له مغرورو سرابونو نه تقدير غواړم
كله راته لارې د ګودر سندرې ووايي
زموږ د كلي بس دي، د شپېليو كرامات يې
شپه اوروي غشي او سحر سندرې ووايي
لپه د سلګيو خو لا ډكه له دې تورو ده
څو به غنمرنګ يار په نظر سندرې ووايي
خداى به يې ژوندى كا دا منګى له بركت ځنې
پېغلې چې د مينې مازيګر سندرې ووايي.