د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالرحيم سوزانه د ملا عبدالرزاق زوى د پښين د خانوزو د بلوزي اوسېدونكى دى، چې په 1334ل/1955م كال كې زوكړى دى. نوموړي له خپل پلار څخه پاړسي او فقه ولوسته، چې تر پنځم ټولګي يې په (بلوزي پرايمري سكول) بيا يې تر اتم ټولګي پورې په (خانوزي هاى سكول) كې لوست وكړ، چې په 1368ل/1989م كال كې يې څوارلسم ټولګى پايته ورساوه.
هماغه مهال يانې په 1968م كال يې په لومړي ځل د كوټې راډيو له خوا په جوړه شوې مشاعره كې ګډون وكړ. ده رباعيات، كاكړۍ غاړې، كليوالې سندرې، غزلې او سندرې هم ليكلې دي، خو زياتره شعرونه يې غزلونه دي. د عمر ډېره برخه يې په دولتي دندو كې تېره شوې، اوس هم د برېښنا په يوه اډه (سټېشن) كې كار كوي.
نرګس ګل يې خوښېږي. زياتره يې غزلونه (سندرې) او بنډارونه هم د ذوق تنده ماتوي. ځكه په كليوالو سيمو كې زيات بنډارونه په هماغسې خلكو ښايسته وي او بيا دده په سيمه كې خو د ده شعرونه په زياترو بنډارونو او دوستانه ناستو كې ويل كېږي، چې ډېر خلك ورسره اشنا دي او د ډېرو كسانو ذوقونو ورسره بلدتيا موندلې ده.
نوموړى په شاعرۍ كې له عبدالعلي اخندزاده څخه ډېر اغېزمن ښكاري، د دې ترڅنګ د رحمان بابا، حميد بابا، شمس الزمان شمس، پير محمدكاكړ او شيدا شعرونه هم لولي. همدا راز يې عبدالله مقرى، شاه ولي ننګرهارى، ناشناس او منګل د خوښې سندرغاړي دي.
سوزانه كه ډېرو خلكو ته يو اشنا نوم دى،په مطبوعاتي ډګركي ډېر نه دى ځلېدلى. بلكې تر دې دمه يې زيات شمېر شعرونه د سندرغاړو په خوږو غږونو ويل شوي دي او د اورېدونكو د ذوق تنده يې ماته كړې ده. تر دې مهاله يې ګڼ شمېر شغرونه ليكلي. خو په دې نژدې وختونو كې يې د خپلو شعرونو يوه چاڼ شوې ټولګه چاپ او خپراوي ته چمتو كړې ده. شعر يې داسې رنګ لري، چې عشقيه او تغزلي شوخي يې د هر لوستونكي احساسات راپاروي.
توپير
زاهده! دواړو شرابونه په پرده كې خوړل
تا په خلوت كې خوړل، ما په ميخانه كې خوړل
ساده مخلوق دې غولولى، د محراب په ناسته
شيخ په محل كې خوړل، رند په ميكده كې خوړل
څې د يوه پاولي غل، څه يې د لكو غل، خو غل:
د وخت افيانو د حيا په پيمانه كې خوړل
زه يې په غوړپ كافرېدم، تا به يې خُم كړ چپه
ما به په ورځ كې خوړل، تا به نيمه شپه كې خوړل
سوزانه ته به واى محتاج يې د جنت حورې دي
ده د انسان هډونه سپي غوندې كاسه كې خوړل.
كه په ژوند څله روان شو، ته به څه كړې، زه به څه كړم
كه مو تور غرونه تر ميان شو، ته به څه كړې، زه به څه كړم
څنګه ژوند و، څنګه خوند و، زما پر سر ستا سپين مړوند و
كه بېلتون شو، يا هجران شو، ته به څه كړې، زه به څه كړم
د سپرلي نغمه خوره ده، خوله پر خوله باندې پرته ده
كه سېلۍ، باد و باران شو، ته به څه كړې، زه به څه كړم
تريخ ژوندون دى، نور څه نه دي، بس ستا د خوب ليده دي
راخبر كه غمازان شو، ته به څه كړې، زه به څه كړم
سوزانه د وصل شپه ده، سپوږمۍ هم په ننداره ده
كه سپېدې شوې، يا اذان شو، ته به څه كړې، زه به څه كړم.