دارغند دڅپو ژبه ( دوهم )
عبدالرحيم غمزده د محمد الياس زوى په 1947م/1326ل كال د پښين په ډب خانزي كلي كې زوكړى دى. نوموړى پر خپل قوم او ملت وياړ كوي او هر وخت سپينه خبره غواړي، تعصب يې نه خوښېږي او له هر چا سره د مينې غوښتنه كوي. اوس په پښين كې د ”پښتو ادبي ستورو“ ادبي او فرهنګي ټولنې غړى هم دى، لكه څنګه چې يې له تخلص څخه برېښي، همداسې غمځپلى او كړېدلى انسان دى. د خوارو خلكو په سپېره روزګار ځورېږي، خو هغه بډاى خلك هم غندي چې، شپه و ورځ يې د عياشۍ لپاره يوه كړې وي او د دنګو محلونو سيوري ته يې بلا ډېر نهر انسانان ساه وركوي.
زده كړې يې خورې- ورې وكړې، بيا ښوونكى شو، بيا يې ماسټري ترلاسه كړه او سركاري دنده يې پيل كړه. تر هغه وروسته يې د انګرېزي ژبې زده كړه پيل كړه، چې دا بهير د ډاكټرۍ تر زده كړو وغزېد. اوس هم يو شخصي كتنځى (كلنيك) لري او د ناروغانو خدمت كوي، تر دې مهاله يې درې كتابونه ليكلي او خپاره كړي دي، چې په دې ډول دي:
ناشودې (طنز، د حقيقت په هنداره كې)
زخمي خيالونه
نوراني زړونه
نوموړى د خپلو نورو اثارو يادونه هم كوي، چې تر اوسه چاپ شوي نه دي، خو د نه چاپ وجه يې خپله اقتصادي كمزوري ښيي. پر پښتو يې د اردو ليكدود له اغېزې داسې ښكاري چې اردو مطالعه يې ډېره كړې ده.
شعر يې نصيحت امېز دى، چې د ظالمانو غندنه او د كموسو انسانانو د زغم او صبر ستاينه په كې شوې ده. د شعر ژبه يې ځيږه ده. كه چېرې يې خپل بيان په عاطفه، تخيل او انځورونو نور هم ورنګاوه، نو هم به يې د شعر اغېز جوت شي، هم به يې كلام ډېر هنري ارزښتونه خپل كړي.
دا څه بېوفا ژوند دى، ښه ځواني راڅخه لاړه
په تمه، تمه، تمه خوشحالي راڅخه لاړه
تعليم مې غنيمت شو، له مخمور څخه ګوښه شوم
دا څه بېوفا ژوند دى، له تربور څخه ګوښه شوم
تانې يې راكولې، له مغرور څخه ګوښه شوم
غيرت وپارولم لا شعور څخه ګوښه شوم
كارونه د قدرت وو، ناپوهي راڅخه لاړه
د عوام ترجماني كړي بې تعلقه
له شهرته درباري استحكامي دي
ډوكلي ده اوبه نس ته كښته كېږي
زمينداره پرېشان په ابپاشي دي
شنه د پښين باغونه وچ شول لا وچېږي
مرسته نه شته مشران مو تاواني دي
مقامي خلك له تندې نه برباد شول
په اميد كې لا هنوز غرق سارايي دي
لاس پر لاس لكه يخى امداد ويلېږي
د غربا د وينو تږي خصوصي دي
دا حقداره هدايت د دعا نه دي
ازلي منافقان دي دورنګي دي
پاك الله دې د دوزخ اور ته داخل كړي
بې انصافه كه غلزي، كه دُراني دي
غمزده د يوه زيان د بل تكيه ده
اهلكاره پټ په زړه كې اغراضي دي.