Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالرزاق هېښ

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالرزاق هېښ د كندهار له هغو شاعرانو څخه دى، چې د شعر ځينې بېلګې يې خپرې شوي او زما په لاس كې اوس نور معلومات نه شته. د ژوند زمانه يې تر 1328ل كاله پورې يقيني ده.
هېښ د كندهار هغه شاعر دى، چې تر ډېره د طبيعت جمال او جلال ته هېښ پاتې شوى، نو ځكه ورته څرګنده شوې، انسان چې د تورو خاورو كندې ته روان دى، نو بايد له ځان سره داسې دعاوې او عملونه يوسي، چې هغه تورې خاورې ورته ګلزار شي. نو ځكه ټولو ته نصيحت كوي، د اصلاح او سمون لار ورته په ګوته كوي. هغوى ته د سپېڅلي او پاك ژوند بلنه وركوي، چې وكړاى شي باطني او معنوي خوشحالي ورپه برخه شي. رښتيا هم، د انسان لپاره به له اروايي خوښۍ پرته بل ستر نعمت څه وي، چې هم يې وجدان په عذاب كې نه وي او هم يې د ژوند پاڼه پاكه او سپېڅلې پاتې شي.
هېښ تر ډېره د رحمان بابا له كلام څخه اغېزمن دى او د هغه ډېر اغېز، د ده په شاعرۍ كې تر سترګو كېږي. د ده لپاره هم د وياړ ځاى دى، چې د يوه ستر شاعر په پله يې د تګ او پرمخيون هڅه كړې ده. رحمان بابا خو يو داسې ټولمنلى شاعر دى، چې د پښتو ادب لپاره يې ستره پانګه وربخښلې ده او داسې كور به چېرې وي، چې د ده كتاب په دې كې نه وي. يا هم داسې څوك به چېرې وي، چې د ده له شاعرۍ څخه خوند وانه خلي، ځينې كسان خو د استدلال او دليل په توګه هم د رحمان بابا شعرونه وايي. ما ته خو داسې الهامېږي چې هېښ به يو مستعار نوم وي، دغه شاعر به په خپله زمانه كې د قلم توره رااخيستې وي. كه څه هم يو وخت استاد حبيب الله رفېع راته وويل چې دا نوم به د ارواښاد ميوندوال صاحب وي.
د هېښ يوه شعري بېلګه به ولولو او وبه ګورو چې دى څه خبرې لري:


غوره ويل
مرد هغه چې نواقص خپل كړي اصلاح
نه چې تل تر تل اخته وي په مزاح

وبه نه باسي كښتۍ له لوى دريابه
چې زحمت پرځاى تېر نه كاندي ملاح

سمه لار به ځنې وركه شي دا وايم
پر كږه لار كه رهي شي كوم سياح

د چا كار به پرمخ لاړ نه شي هېڅكله
كه څوك ونه كا په هر كار كې صلاح

چې ژوندون يې بې غرضه وي، سپېڅلى
په نړۍ كې به هغه لره فراح

چې په هر كار كې له پوه سره صلاح كا
خود به ناست وي، په اتاق كې د فلاح

چې اخلاق او سړيتوب په چا كې نه وي
هغه تش كالبوت دى، نه لري ارواح

تصور چې كړمه زه د دې ژوندون
و ما هېښ عبدالرزاق ته راغى ناح.

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005