Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالرسول نوښت

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالرسول نوښت د غلام رسول زوى په 1366ل كال د كندهار په شپږمه ناحيه (نوي ښار) كې زېږېدلى دى. كله چې په هېواد كې حالات اورورين شول، نو دوى هم د كډوالۍ لار ونيوله او كوټې ته كډوال شول. نوښت هم په كوټه كې خپلې لومړنۍ زده كړې پيل كړې او اوس چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، نو ده هم په البېروني (ظاهرشاهي) لېسه كې خپلې زده كړې پيل كړې، چې اوس د همدغې لېسې زده كوونكى دى.
له 1379ل كال راهيسې يې په شاعرۍ پيل كړى، چې اوس هم دغه هنر پالي. د دې تر څنګ يې ليكوالي هم نه ده پرېښې.
د استاد الفت خبره ده: ”شاعران لكه ماشومان ډېر ښه ښه خوبونه ويني او په همدغو خوبونو د زړونو تسلى كوي. كه خواږه رويا او ښكلي تخيلات نه وي، د ژوندانه تحمل ډېر ګران كار دى“.
كه شاعران د دنګو بنګلو خلك نه دي، د عشق متاع ورسره زياته ده، ځكه شاعر له خلكو مينه غواړي او مينه وركوي. نه د خپلې مينې په بدل كې څه غواړي او نه يې هم تمه لري. كه چېرې زمانه د دغو شاعرانو په قدر نه پوهېږي او تر مړينې وروسته يې پالي، داسې وګړي به هم پيدا شي چې د دغو ځورېدلو خلكو لاسونه به ښكل او مات قلمونه به يې بيا روغ كړي. هغه قلمونه چې د وخت سېليو مات كړل او دوى هنر ته يې په سپكه سترګه وكتل. هنرمندې ګوتې يې غوڅې كړې او بيا مو خو يې ورسره د پښتو ژبې پالونكي، خواخوږي او مينه وال هم وغندل. د مور او ميرې چلند يې ورسره وكړ، داسې هم نه ده، چې تل به د زردارو او زورواكو پاچايي وي، په هرې تيارې پسې رڼا شته.
نوښت د نرم مزاج خاوند زلمى دى. په شاعرۍ كې هم د خپل ګران او وياړلي هېواد ستاينه كوي او خپل دروني احساسات په ښه ډول ورسره شريكوي. كه چېرې يې څو كاله پرله پسې خواري وګالـله، نو اميد شته چې نورو نوښتونو ته هم لاس وغزوي.


ارمان
بهار نه شته وطن كې خزانونه دي راځي
له هرې خوا هېواد ته تور تمونه دي راځي
ځاله د بېلتانه مو ړنګه نه كړه خپلو زړو كې
نو ځكه د نړۍ ورته لاسونه دي راځي
يو بل پسې مو وژني دا لمسه د رقيبانو
پردي هېواد نه موږ ته تدبيرونه دي راځي
پر هره خوا تياره ده، لا ويجاړې يې مېرې دي
ورانۍ يې په نصيب دي لا مرګونه دي راځي
دلته د بېلتون دا بې مانا لوبه جاري ده
چې وينې لا بهېږي او قتلونه دي راځي.

خودخواهي
دلته مه راځه سپرليه! چې ګلونه خاورې كېږي
دلته اوښكې ياغي شوي، دلته وينې لا بهېږي
لا په اوښكو لوند ګرېوان دى، لا ژړېږي سترګې سرې دي
دلته كور په كور ناورين دى، دلته څوك نه ارامېږي
دلته رحم زړو كې نه شته، بس نفاق كينه مېشته دي
چې لاسونو كې چړې دي، لا سرونه حلالېږي
لا نيولي دي مرګو زموږ د هدف د منزل لارې
جنازې له كورو وځي، لا يو بل لره خښمېږي
راوتلې له دې ځايه خودخواهي، ځانځاني نه ده
لا بېلتون په كې مېشته دى، لا ښارونه يې ورانېږي
دا زموږ د بري لاره كې نوښته بېلتون خنډ دى
چې دغه خنډ په كې وي، لا يې څانګې خزانېږي.

1380_10_26ل كال- كندهار

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005