دارغنددڅپوژبه ( دوهم )
عبدالرشيد شېرزوى د اغا محمد خان زوى په 1329ل كال د سپين بولدك په مركز كې زېږېدلى دى. ښوونځى او لېسه يې هملته لوستې او تر څوارلسم ټولګي پورې يې دارالمعلمين هم ولوست. پښتو، انګرېزي، بلوڅي او اردو ژبې يې ښې زده دي، چې هم لوست، هم ليك ورباندې كولاى شي.
شېرزوى د هغه مهال په شاعرانو كې راځي، چې د كندهار ادبي ګلبڼ سمسور او غوړېدلى و. دا مهال د خپرونو بهير هم ښه تود او د نورو ځوانانو روزنې ته هم ښه زمينه برابره وه. دغه مهال كه خپرونې كمې وې، معيار يې ښه و، د اوس مهال د خپرونو په څېر ګډوډي نه وه، هغه مهال د پښتو د ودې او پراختيا لپاره د هڅو لومړني كلونه وو، همدا اغېز و، چې د شېرزوى په شان ګڼ شمېره نور شاعران راوټوكېدل، وغوړېدل او بيا د سپېره خزان په رادبره كېدو سره داسې غلي شول، چې ان د هېرې له ګواښ سره هم مخ شول. دى اكثر فى البديهه شعرونه ليكي، چې زياترو به يې نصيحت امېزه بڼه لرله.
د غريبانو غمشريكي او د خپل نفس تزكيه غواړي، د خپل څښتن داسې ذكر ته مينه وال دى، چې د دې مادي نړۍ واړه نعمتونه ترې هېر كړي.
كله چې سړى د شېرزوى فكري لوري ته ځير شي، نو د رحمان بابا يا پيرمحمد كاكړ شاعر يې په ذهن كې تداعي شي. ځكه چې دغه ځوان شاعر د رحمان بابا له شاعرۍ اغېزمن ښكاري. د رحمان بابا شعري مكتب د تصوف او عرفان ستر ښوونځى دى او زموږ په ژبه كې داسې بديل نه لري، چې سيالي ورسره وكړاى شي. راشئ د ښاغلي شېرزوى هغه فى البديهه شعر ولولو، چې په 1356ل كال كې يې په كندهار كې استاد زلمي هېوادمل ته ليكلى و.
هيله
شرافت د يو شريف بني ادم را
ې سړى پرې سړى كېږي، سيرت سم را
چې په زړه كې مې كينه او حسد نه وي
پاك مې زړه، پاك مې وجدان هم مسلم را
چې نعمت د دې جهان مې واړه هېر شي
ستا په ذكر مې وجود ټول منعم را
چې د خوارو د غريب په غم شريك شم
ما ته هسې شان اعلى لطف و كرم را
بصيرت او بينايي د علم ښه دى
علميت كې دانايي ستا محترم را
په دربار كې دې ولاړ عاصي بنده يم
ما شېرزوى ته لږ بهره د خپل كرم را.
1356ل كال- كندهار