Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالشافع وفا

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالشافع وفا د عبدالصمد خان زوى په 1362ل كال د پښين په سرخاب نومي كمپ كې زېږېدلى دى. له اره د كندهار د معروف ولسوالۍ دى. نوموړي تر لسم ټولګي پورې عصري او يو څه ديني زده كړې كړې دي او اوس د سرخاب كمپ په يوه شخصي ښوونځي كې د ښوونكي په توګه دنده ترسره كوي. له څوارلس كلنۍ څخه يې د شعر څانګو په ذهن او زړه كې غزونې وكړې، چې تر دې مهاله يې د خپل هنر پالنه او روزنه نه ده پرېښې. له خپل عمر او هنري ژوند سره يې شاعري هم روزلې او اوس يې شعر د پرمختګ پر لوري روان دى. كېدى شي نور هم د ښكلا او جذابيت په مزو ټينګ او پياوړى شي. د بري سوچ خو يې ځكه بايد وروسته وشي، چې: ”برى هېڅ وخت سر ته نه رسېږي، د اځكه چې برى يوه مرحله ده“. نو كه انسان له لوړې حوصلې او سړې سينې څخه كار واخلي، نه يوازې دا چې خپلې ستونزې غوڅولاى شي، بلكې د خپلو هڅو لاسته راوړنو ته هم ښه زمينه برابرولاى شي.
كه سړى له شعر سره د (وفا) وفاداري وڅاري او بيا يې د ده له عمر سره پرتله كړي، نو په دې خبره يې ټينګ باور راځي، چې نوموړي ته ډېر رياضت او هڅې لا پاتې دي. لا يې هنر د ځلېدو او غوړېدو مرحلې ته نه دى رسېدلى، چې سړى يې مېوه راټوله كړي، بايد ورته وكتل شي او پرېښوول شي، چې هغه لومړى خپل لورى او جهت وټاكي، وروسته خپل هنر له خپلې ذهني كچې سره همغاړى كړي. اوس يې هم په شعر كې د فكر برخه زياته پياوړې ده او كه خداى كول، په هنر كې به يې ذاتي ارزښتونه: (تخيل، انځورونه، ښكلا او...) هم راڅرګند شي. سره له دې چې د شاعر لپاره د شعر مطالعه ضروري ده، د دې تر څنګ بايد د شعر په اړه هم مطالعه ولري. په دې مانا چې د شعر پر تخنيك، ښايست او جذابيت هم څه ولولي، بله دا چې د ټولنې غوښتنې هم په پام كې ونيول شي.
شعر بايد له ټولنې او ټولنه له شعر څخه پردۍ نه شي، ځكه چې عمر به يې ډېر ژر پايته رسېږي.


له رڼا څخه تيارې ته
ما چې لاسونه د شعر ولټول
ما خپل اواز ته يو څه زور غوښته
ما مړې سكروټې د زړګي پوكلې
ما خپلو وينو ته اور نور غوښته

ما د نسيم له حاله ځان خبراوه
چې دا د ګونګو ژبه وپېژنم
چې دغه مينه او دا حُسن څه دى
چې د سوالونو لاره وغزوم

چې د قاصد په اصل راز پوه شم
او د اشنا پوښتنه وكړم ترېنه
چې خوب و خيال ترېنه تعبير كړم يوځل
بيا د سبا پوښتنه وكړم ترېنه

چې د ډېوې او د فانوس په منځ كې
د پتنګ اوښكو ته ګرېوان څيرې كړم
او هره اوښكه يې نغمه- نغمه كړم
او په نغمو كې مې جهان څيرې كړم

يا و بورا ته د ګل حال وروړمه
چې ګوندې زه يې ريباري وكړمه
چې دا د مينې په ګونګ راز مې پوه كړي
چې د وصلونو يې خپلوي وكړمه

خو زه خبر نه وم چې بل اور به
زما د زړګي خزانه وښوروي
او زما د شعر ښايسته جامې به
په دې بېرحمو لمبو وسوځوي

بيا به د وصل هديرو ته ورځم
جنډې ولاړې ځوان قبرو ته ژاړم
بيا به د پېغلو موسكا نه وينمه
منګي به مات، وران ګودرو ته ژاړم

بيا به يتيمې نارې اورمه زه
چې د ځوانانو جنازې تېرېږي
بيا به د كونډو په اهو خبرېږم
چې د سرونو منارې جوړېږي

زما به د وصل او د حُسن كيسې
په خپلو وينو باندې ولمبوي
او له رګونو به مې وينه اخلي
او په دې وينه به مې ورنګوي.

2001_7_1م كال- سرخاب

فغان
چې د بل و رنځ ته تل زه دوا كېږم
خو خپل رنځ ته نه علاج، نه درملېږم

لكه شمع تل ويلېږم، په اور سوځم
په دې رنځ او دې تكليف هېڅ نه پوهېږم

نه اواز پورته كواى شم، نه د زړه اه
لكه وچه پاڼه تل داسې ژړېږم

نه فرياد كواى شم چا ته، نې څوك اوري
خو مدام لكه پتنګ په اور كړېږم

سوى زړه مې په كوګل كې په نارو شي
خو زه هسې نن كباب يم، ايرې كېږم

نه اميد د دې لرم چې بهار راشي
خو يو ګل يم، مړاوى شوى خزانېږم

چې وفا يې د انګار له زوره ژاړم
خو په رنځ مې خپه نه يم، شاعر كېږم.

دلته كيسې او ټول نكلونه وران شول
ها د پرون وختو يادونه وران شول

چا چې به كړله ښه په مينه- مينه
ها د الفت ښه داستانونه وران شول

نن ها منګي او هغه پېغلې نه شته
چې مازيګر او ګودرونه وران شول

نه ها شبنم شته، نه بورا پر ګلو
چې د جلوت ها ديدنونه وران شول

نه كوم وصال شته، نه ريبار څه راوړي
چې د نسيم پر خوله لفظونه مات شول

نه د ډېوې پر مخ پتنګ نڅېږي
چې د مينو الفتونه مات شول

نور دې وفا ژبه تړه له شعره
چې نن قلم او كاغذونه مات شول.

2001_7_2م كال

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005