Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالصمد نصرخواه

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
الحاج عبدالصمد نصرخواه، د حاجي عبدالغفار خوېشكي زوى په 1303ل كال د كندهار د درېيمې ناحيې په كابل بازار كې زېږېدلى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د كندهار په ځينو ښوونځيو او كندهار عالي دارالمعلمين كې او نورې هغه يې د كابل په ښوونې او روزنې پوهنځي كې ترسره كړې دي. څه موده يې په كندهار موزيم كې د امر او د اطلاعاتو او كلتور رياست د سرمحرر په توګه هم دنده ترسره كړې، چې په 1352ل كال كې له خپلې رسمي دندې متقاعد شو.
د ماموريت په دوران كې به يې په ځينو خپرونو كې نظمونه او ځينې نثري ليكنې راتلې، په دې وروستيو كې يې شعر ليكلو ته دومره پام اړولى او دې برخې ته يې دومره ځواك وباښه چې (ښه سوغات) نومې پرېړه شعري ټولګه يې برابره او خپره كړه. په دې ټولګه كې د ډېرو نورو شاعرانو جوت اغېز تر سترګو كېږي، شاعر هم په ذهني او فكري لحاظ دا هڅه كړې، چې د هغوى هنرتابه او شعريت ته ځان ور ورسوي. ډېر مهال يې د قافيو او رديفونو اوډون له منځه تللى او د وزن په برخه كې يې هم ځينې خلاوې ترسترګو كېږي. په دې منظومو بندونو كې ځينې پندونه او لارښوونې ځاى پرځاى شوي او د شعر بهرنيو ارزښتونو ته ډېره ترجېح وركړل شوې ده. حال دا چې د شعر ذاتي ارزښتونه هم بايد خوندي شوي واى.
پاك څښتن په ځينو ګوتو او ذهنونو كې ډېر لوى هنرونه ځاى كړي وي، هر انسان د يوه كار او چارې د ترسره كولو ځواك لري، نو غوره به دا وي، چې كارونه، ذوقونه او استعدادونه سره بېل او په ګوته شي. د ښاغلي نصرخواه بندونه او بيتونه ښه دي، دا ډول نصحيت امېزه خبرې د هر انسان په ګټه دي، كه دا ډول خبرې او لارښوونې د هنر په خوږو ولړل شي، نو دا به هم ثواب وي، هم خرما.
راشئ هنريت او شعرتوب ته په درنښت سره په دې ځاى كې دا توكي پرځاى پرېږدو او د فكر، نصيحت، پند او لارښوونې له مخې د ښاغلي نصرخواه څو شعري ټوټې ولولو:


جاهل
له جاهله تښته، لكه غشى له ليندۍ
نژدېوالي نه يې ځان وباسه په شانې د سېلۍ

نجات له الله غواړمه له جاهل او جهالته
كشوي دې و خپل لوري ته په شانې د رسۍ.

غيرت
درس د غيرت او همت له افغانانو واخلئ!
درس د غيرت په لوى شكست كې له روسانو واخلئ

چې په تش لاس يې زغلوله دښمنان له وطن
د دې حالاتو قضاوت له انګرېزانو واخلئ.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005