دارغند د څپو ژبه (دوهم ) :
ښاغلى عبدالغني شهاب د عبدالعزيز زوى په 1942م/1321ل كال د خانوزي په صالحزي ابراهيمزي نومې سيمه كې زوكړى دى. زده كړې يې په بېلابېلو ښوونځيو كې ترسره كړي، د دې تر څنګ يې اسلامي زده كړې هم كړې دي.
له څو لسيزو راهيسې شاعري كوي، چې تر يوې ټولګې زيات شعرونه يې ليكلي، خو تر اوسه ناچاپه دي.
د پښن خانوزي يوه داسې سيمه ده، چې خلك يې پوهې او هنر ته ډېر په درنه سترګه ګوري او داسې كورنۍ به نه وي، چې يو- دوه كسه دې په كې لوستي (باسواده) نه وي. زياتره يې په پوهه كې لوى لاس لري. نوموړى هم د پوهې له رڼا څخه برخمن دى، چې زياتره شعرونه يې د ده د پوهې او ځراكت څرګندويي كوي، پر شعر يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت پروت دى. له زياتره شعرونو يې داسې ښكاري چې سندريز جوړښت يې نور ښايست هم خپلوي. په شعر كې يې د اسلامي ارزښتونو ځلونې ته هم ډېره پاملرنه كړې او هڅه يې كړې، خلك خپلو عملونو ته ځير كړي، چې د خپل راتلونكي په غم كې شي او له دنيايي بوختياوو لاس په سر شي. پند او وعظ يې د ډېرو شعرونو منځپانګه جوړوي. ولسي شاعر دى او دى تر ډېره حده خپلو احساساتو او يا د زړه دنيا ته مراجعه كوي، شعر يې د ده د رواني حالت او احساساتو ترجماني كوي. څه كم شپږ كاله يې د شاعرۍ كېږي، چې يوه ټولګه يې بشپړه كړې ده.
اشنا مې ماڼيجن دى، نن بيا مخ په سارا يم
يو سكور د تناره يم، نه سوځم او نه پايم
ډېر ليرې خوب و خيال دى، دا ژوند نه دى زوال دى
د هجر په تيارو كې شبكوره د بيديا يم
يو سكور د تناره يم، نه سوځم او نه پايم
زړګى مې ويلې نه شو، خالي له هيلې نه شو
دا ژبه وچه نه شوه، بيا هم ګلې په وايم
دنيا ظلمونه وكړه، وزر يې راايره كړه
ترڅو به ازارېږم، چې پروت بې دست و پا يم
يو سكور د تناره يم، نه سوځم او نه پايم
شهابه! هلته ورشه، ملنګ د يار د در شه
دلبر كه دې پخلا كړ، بيا تل تر تله ستا يم
يو سكور د تناره يم، نه سوځم او نه پايم