|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-01-14 م |
خپرندوی : ليکوال |
چا پي بڼه |
بهایی جان صاحبزاده عبدالباري جهاني د مشکو کاروان له کتاب څخه بهایی جان صاحبزاده په کال اته لس سوه پنځه نیوکی د قلات د غونډان په کلی کی دنیا ته راغلی دی. او پخپله هم د خپل ټاټوبی یادونه کوی او وایی. زما نوم بهایی جان دی اصلی ځای زما غونډان دی پلار زما محمد یار دی په هر ځای کی معلومدار دی بهایی جان صاحبزاده د عمر ډېر کلونه د غونډان په کلی کی او بیا په کندهار کی تېر کړی دی. او وروسته د لوگر ولایت د څرخ سیمی ته کډه سوی یا کوچېدلی دی.او په خپل یوه شعر کی خپل ځان د افغانستان څو ولایتونو ته منسوب بولی او وایی: غزنوی بهایی جان دی ځای یې څرخ وطن غونډان دی په همدې غزل کی د پښتو او فارسی ژبی د نورو شاعرانو لکه رحمن بابا،حمد ماشوخېل، خوشال خان خټک،بېدل،حافظ، او جامی د نومونو د یادولو او صفت کولو نه وروسته د خپلو معاصرو شاعرانو نومونه هم یادوی، او وایی: دی بېجان په کندهار کی ملڼ جان په نڼرهار کی اشقری په شور بازار کی خسته ناست دی په مزار کی په دې حساب نو موږ گورو چی ،بهایی جان صاحبزاده په خپل دېوان کی د خپل ځان، خپلی کورنۍ او حتی د معاصرو شاعرانو په باره کی معلومات راکوی.او د پښتو ژبی د ځینو پخوانیو شاعرانو په خلاف، موږ د خپل ژوند او زمانې په باب په تیاره کی نه پرېږدی.د بهایی جان کلام ساده او د خلکو په ژبه دی.نصیحتونه او پندونه یې لیکلی دی.او په ډېری ساده او ډېری روانی ژبی یې غزلونه هم ویلی دی. هسی کاندی ستا پر سرو لبو پېزوان زېب گویا کاندی له کابل سره سلطان زېب ښایست نه و په دا واړه پښتونخوا کی ستا په حسن باند ی زیات سو د افغان زېب د چارگل وړاڼې پرېوتی په سپین مخ دی له سپوږمۍ سره پیدا سو د اسمان زېب سپین وښی د سپینو زرو دی ورک مه شه زړه می وړی ستا تر غاړه د مرجان زېب بیا دی پشم د خولو پر تندی راغی د یعقوب له ژړا ډېر شو د کنعان زېب زینت نه و د مالک په قافله کی له یوسفه سره زیات سو د کاروان زېب خیرن گرځه صفا زړه بهایی جانه د بخمل په جامه نه وی د انسان زېب لکه مخکی چی مو وویل ، بهایی جان د عمر په یوې مرحلې کی، چی دی پخپله اشاره نه ورته کوی، کله د لوگر د څرخ سیمی ته کوچېدلی دی. البته هغه د شمس الدین کاکړ په څېر په مات زړه له کندهاره نه دی تللی.او د کډی یا کوچ علت یې په کندهار کی د لاس او زړه تڼ والی نه دی. ځکه چی په خپلو ټولو وروستیو شعرونو کی ځان د کندهار بولی او کندهار، د شمس الدین کاکړ په خلاف، په ښه نامه یادوی. یار می د کابل دی زه بلبل د کندهار یمه اوس په لاله زار د څرخ وطن کی په گفتار یمه زما غزلی وایی له غزنی بیا تر لغمانه لکه څڼه چی بهایی جان پخپله دې خبری ته اشاره کړې ده،د هغه غزلی هنرمندانو د ساز او سرود سره ویلی دی ، او د یارانو محفلونه به په تاوده وه.د بهایی جان ډېری زیاتی غزلی مشهورو اولسی سندرغاړو ډېری ویلی دی . د سندر غاړو په اوزاونو کی دا سندری تقریبا د هر چا تر غوږونو رسېدلی دی . راشه چی بېگاه به ځان د گل غوندی سیڼار کم هلته به دی یار کم او یا به د پښتو موسیقۍ داسی علاقه مند نه وی چی د کابل راډیو د اولسی هنرمندانو، استاد دری لوگری، سلام لوگری او بېلتون په اوزازونو کی یې دا سندره نه وی اورېدلې ، او د شوقه یې سرونه نه وی ورته غورځولی: ستا له سترگو جارشم ستا تر مخ قربان نن دی کج اوربل ولی بیا پر مخ پرېشان کوردی زما ترڅڼ دی ستا د بڼړو شرڼ بل دی نوی خال وینم پر سېب زنخدان بهایی افغان یم کورمی پر غونډان ستا په اشنایی کی مست و غزلخوان دا به څوک وی چی د پښتو له موسیقۍ سره لږ او ډېره مینه ولری او د بهایی جان صاحبزاده دا غزل یې د مست لوگری موزیک سره نه وی اورېدلې. ماگل ورته ساتلی دی گلفام نه راځی قاصد می ورلېږلی دی آرام نه راځی پرون یې وعده وکړه چی بېگا له به درځمه دا ورځ څومره اوږده ده چی ماښام نه راځی او دغه راز به یې د استاد دری لوگری په اواز کی دا سندره هم نه وی اورېدلې: ته چی ناز و کرشمی عیانوې زړه می ولی ورانوې زاهدان د زمانې مستانوې زړه می ولی ورانوې د هغو شعرونو څخه یې چی د ساز او اواز دپاره یې لیکلی دی، داسی ښکاری چی د هندی موسیقۍ په علم کی که ډېر وارد نه و نو له دې هنر سره ډېر له نیژدې اشنا و.بهایی جان د محلی موسیقۍ دپاره ځینی داسی طرزونه جوړ کړی دی چی وروسته نورو شاعرانو د هغه طرزونه کټ مټ کاپی کړی دی . او دغه خوندور طرزونه یې د ډېر وخت د پاره ، لږ ترلږه تر اوسه پوری، ژوندی ساتلی دی. تر مخ دی جارشم تر گل صفایې څڼ ته می راشه چی گران پر مایې حسن دی ډېر ډېر حیا دی ډېره وصل دی کم کم جفا دی زیاته زه درته ژاړم ته په خندایې څڼ ته می راشه چی گران پر مایې نه راته وایی صنم چی راشه نه داسی وایی چی را پخلا شه بهایی جانه غم ته پیدا یې څڼ ته می راشه چی گران پر مایې بهایی جان صاحبزاده په کندهار کی د خپلو معاصرو شاعرانو په کتار کی دوه تنه یادوی. اود بېجان په نوم یوه شاعر نوم خو یې څو څو ځله یاد کړی دی.خو د افسوس خبره دا ده چی د دې شاعر په باره کی، چی حتما به یې ښه شعر لیکه، چندانی او حتی هیڅ معلومات نسته. د هغه د شعر د ښه والی او پوخوالی خبره ځکه کوو چی د بهایی جان په شان یو شاعر یې په خپل وخت کی په کندهار کی د گوتو په شمېر شاعرانو په کتار کی یادوی او وایی: شاعران په علاقه کی د کندهارکی بهایی دی یا بېجان دی یا خوږمن دی مسافر چی بندوی بهایی جانه ارغنداو دی یا بغرا ده یا هلمند دی د خوږمن څخه یې مطلب عبدالستار خوږمن دی ، چی په خټه کاکړ او د کندهار د ښار د اوسېدونکو څخه و. د هغه شعرونه د کندهار په مطبوعاتو کی چاپ سوی دی ، او د کندهارځینی سندرغاړی یې تر اوسه پوری په محفلونو کی له ساز سره وایی. خو ، له بده مرغه چی ،اشعار یې چا ټول کړی نه دی. او دېوان یې هم چاپ سوی نه دی.بهایی جان صاحبزاده د خپل وخت او زمان د نورو منورینو، لیکوالانو او شاعرانو په څېر د اصلاحاتو طرفدار دی.نا پوهی اوبې علمی اجتماعی بلاوی بولی. او په خپلو ډېرو زیاتو غزلو او شعرونو کی یې اشاره ورته کړې ده .بېځایه غرور ته د کرکی په سترگه گوری. او هغو خلکو ته چی خپل اصل یې اړولی او بدل کړی او یا ورڅخه ورک سوی دی د طنز په ژبه ډېر په زړه پوری او په ساده کلماتو کی یوه لنډه کیسه کوی. د رڼرېز کره چغال و ورغلی د دېوال تر سایه لاندی غلی غلی مدعا یې د چرگانو قصابی وه وارخطا د خم په میان کی و لوېدلی چی را وخوت ځان عجب ورته ښکاره سو شین زرغون لکه ملڼ و لڼ وهلی غره ته ولاړی د گیدړ کره مېلمه سو گیدړ ووېل دا به څوک وی خدای ساتلی ښه لباس د بزرگانو عجب ځوان دی بخت لرم چی زما کورته دی راغلی چی پرسان یې ځینی وکړ چغال ووېل زه په اصل شهزاده د چین ښاغلی زرغونه قبا می گوره د بخملو زما له رڼه ښایسته دی کور او کلی گیدړ وویل ته بې شکه شهزاده یې ستا صفت می لا پخوا دی اورېدلی چغال پورته کړ آواز د زړه له جوشه آواز نه و گویا خر و هڼېدلی گیدړ وویل شهزاده نه یې چغال یې هی افسوس دی چی ما نه وې پېژندلی څوک چی اصل بدلوی بهایی جانه په مجلس کی به هر ځای وی شرمېدلیعبدالباري جهاني بېرته شاته
|